په کابل کښې چاودنه/ په سلگونو مړۀ او ژوبل
د افغانستان د پائېتخت کابل په ډېپلومېټ مېشته سیمه کښې د یوې مضبوطې چاودنې له امله په سلگونو کسان ووژل شول او یا ژوبل شول.
له کابل څخه زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نن سهار د کابل په وزیر اکبرخان ډېپلومېټک مېشته سیمه کښې او د جرمنی له سفارت او د ایران د اسلامی جمهوریت له سفارت او د رېډیو او ټیلی ویژن د خبری اژانس له دفتر سره په خواوشا کښې یوه مضبوطه بم چاودنه رامنځته شوه چې له کبله یې لږ تر لږاتیا تنه مړۀ او له درې نيم سوو نه زيات نور ژوبل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د دغې چاودنې له کبله د څو سفارتخانو او د اسلامی ایران د سفارت او د رېډیو او ټیلی ویژن د خبری اژانس د دفتر چې د چاودنې له ځاے څخه په سل میټرۍ کښې دی شیشې ماتې شوې دی.
دغه چاودنه په داسې سیمه کښې رامنځته شوه چې ورسره نزدې د بهرنیو هېوادونو سفارتخانې موجودې دی.
له دغې چاودنې وروسته په سیمه کښې د ډزو اوازونه هم واورېدل شول چې د دغې پېښې د ترهه ګر والی ښودنه کوی.
له بلې خوا طالب ډلې په يوه خبر پاڼه کښې د دغې چاودنې په غندلو سره وويل چې دغه ډله په دغه چاودنه کښې لاس نه لري او له طالب ډلې سره د دغې تړل تکذیبوو.
په دې اړه نور تفصیلات رارسېدونکی دی.