داعش ترهه ګرې ډلې د کابل د مرګونی حملې پړه پرغاړه واخیسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i48888-داعش_ترهه_ګرې_ډلې_د_کابل_د_مرګونی_حملې_پړه_پرغاړه_واخیسته
زمونږ خبریال راپور راکوی نن سهار د کابل د وزیر اکبر خان په ډیپلوماټ میشته سیمه کې سخته چاودنه وشوه چی له امله یې تراوسه لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه او ۴۰۰ نور ژوبل شوی دی چی د ډیرو ژوبلو کسانو حالت نازک راپور شوی دی . د دغې ترهه ګرې حملې زیاتره قربانیان ملکیان دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2017 12:41 Asia/Kabul
  • داعش ترهه ګرې ډلې د کابل د مرګونی حملې پړه پرغاړه واخیسته

زمونږ خبریال راپور راکوی نن سهار د کابل د وزیر اکبر خان په ډیپلوماټ میشته سیمه کې سخته چاودنه وشوه چی له امله یې تراوسه لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه او ۴۰۰ نور ژوبل شوی دی چی د ډیرو ژوبلو کسانو حالت نازک راپور شوی دی . د دغې ترهه ګرې حملې زیاتره قربانیان ملکیان دی .

دا چاودنه دومره پیاوړی وه چی د کابل په درستو سیمو کې واوریدل شوه او تر یو کلومیټرۍ پورې د ودانیو شیشې ماتې او څه د پاسه ۵۰ ګادی هم پکې تباه شوی دی .

د بهرنیو هیوادونو زیاتره سیاسی او اقتصادی دفترونه د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې پراته دی .ویل کیږی چی په ژوبلو کسانو کې د پاکستان  او جاپان د سفارتونو کارکونکی هم  ژوبل شوی دی . 

ایران په افغانستان کښې ترهه ګره چاودنه په سختۍ سره وغندله

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له افغان ولس سره د خواخوږۍ په اعلانولو سره د کابل ترهه ګره حمله په سختۍ سره وغندله.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې بهرام قاسمی په کابل کښې د نن سهار جنایتکارانه حملې او د ګڼ شمېر خلکو د مرګ ژوبلې په غندلو سره ټینګاروکړ: له ترهه ګرۍ سره نه چلند د داسې بې رحمانه اقداماتو د زیاتېدو سبب شوے دے.

قاسمی خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالی  کار اخېستنه او د خلکو د قتل عام په ردولو سره هیله څرګند کړه  د سیمې او له سیمې وراخوا هغو ځینو هېوادونو چې په وسلو باندې د ترهه ګرو او تندلارو ډلو په سنبالولو تورن دی له مداخلې پرته  د افغان ډلو ترمېنځ په خبرو اترو سره به د داسې غېر انسانی اقداماتو د تکرارېدو مخنیوې وشی .

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: ترهه ګرې حملې  چې په هر ځایکښې د هرې ډلې لخوا او په هرې پلمې سره وی یو باطل اود غندنې وړ  اقدام دے او پکار ده په سختۍ سره وغندلې شی او ورته ځواب ورکړے شی.

قاسمی همدارنګ ټینګار  وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت به تل په سختو او مشکلو حالاتو کښې د افغانستان د مظلوم او ستر ملت ترڅنګه ولاړ وی.