اسلامی ایران دکابل دسولې په غونډې کې بشپړ ګډون کوی
دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په تهران کې له صدای افغان خبری آژانس سره په خبرو:ې وویل ، ایران هغه ا همیّت ته په پام سره چې دافغانستان سولې ،ثبات اوامنیت ته ئې ورکوی ، دکابل دسولې دبهیر په غونډې کې به په لوړه سویه ګډون وکړی .
هغه هیله وښودله دکابل د سولې دبهیر غونډه دملی وحدت دحکومت د پیاوړتیا، د ټولو افغان ډلو ترمینځ دیوزړتوب ، او په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دسولې ،امنیت اوثبات لامل شی .
هغه روښانه کړې په کابل کې وروستۍ ترهه ګرې پیښې چې په سلګونو روژه تی افغانان پکې پخپلو وینو کې لیت پیت شوی ، وښودله،چې باید له ترهه ګرۍ سره په مقابلې او ځپنې کې کې له هر ډول لټۍ ، سیاسی ملاحظاتو او ټګیو پرته هڅه وشی .
دایران خارجه وزارت ویندوی همداراز دافغانستان ولس په اوسنیو شرائطو کې زغم ،د دوست او دښمن او دترهه ګرۍ دپټو اوښکاره مرکزونوپه پیژندګلوۍ کې هوښیارۍ ته وبلل..
ټاکل شوې ده دکابل د سولې دبهیر نړیوالې غونډې نوی پړاؤ دجون په شپږمه په کابل کې ترسره کیږی او په دغې غونډې کې به د ۲۵هیوادونو اونړیوالو اورګانونو لوړپوړی استازی ګډون وکړی .دغه راز ویل کیږی چې په دغې غونډې کې به په افغانستان کې دسولې دبهیر او دغه راز له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دغږملتیاؤ په باب خبرې اترې وشی .