خبروته دطالبانوله کیښناستوپرته په افغانستان کې سوله هیڅ امکان نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49272-خبروته_دطالبانوله_کیښناستوپرته_په_افغانستان_کې_سوله_هیڅ_امکان_نه_لری
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن په کابل کې د کابل دسولې د پروسیې نومې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې چې دڅه دپاسه شلو هیوادونو انړیوالو موسسو د استازو په شتون کې پیل شوی ، وویل ؛ که طالبان خبرواترو ته حاضر شی ، چې په هر هیواد کې ئې وغواړی ، حتی په کابل کې ، نو له هغوی سره په د خبرواترو فرصت برابر او دهغوی امنیت به هم تامین شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 06, 2017 08:30 Asia/Kabul
  • خبروته دطالبانوله کیښناستوپرته په افغانستان کې سوله هیڅ امکان نه لری

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن په کابل کې د کابل دسولې د پروسیې نومې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې چې دڅه دپاسه شلو هیوادونو انړیوالو موسسو د استازو په شتون کې پیل شوی ، وویل ؛ که طالبان خبرواترو ته حاضر شی ، چې په هر هیواد کې ئې وغواړی ، حتی په کابل کې ، نو له هغوی سره په د خبرواترو فرصت برابر او دهغوی امنیت به هم تامین شی .

هغه  په عین حال کې خبرداری ورکړ  که طالبانو ډله  خبرواترو ته حاضره نشی ،  نو دافغانستان حکومت  به له ملګروملتو وغواړی ، څو  د دغې ډلې په  ضد هراړخیز بندیزونه ولګوی .

 دافغانستان  ولسمشر  په عین حال کې ټینګار وکړ،  دغه فرصت به د طالبانو لپاره  دائمی نه وی  او  که دوی  له خبرواترو سر وغړوی ، نو  دافغانستان    له متحد او یو موټی  ولس سره به مخامخ شی .

  اشرف غنی  دسیمې اونړۍ له هیوادونو  چې  په کابل  غونډې کې  ئې ګډون کړی ،  غوښتی دی ،   دترهه ګرۍ له شرهدې  دافغانستان دژغورنې لپاره  له  دغه هیواد سره چې   له نړیوالې  ترهه ګرۍ سره  مبارزې  په  سرلیکه کې  دی ، ګډه ملګرتیا وکړی . 

  هغه همداراز  وویل ، ترهه ګری   هیڅ پوله او حد نه پیژنی ،  په  سورئې ،عراق ،لیبیا ،ترکیې او افغانستان کې بې معنا جنګونه او  په لندن ،بروکسل اوکابل کې  ترهه ګرې پیښې  ښئ چې  ترهه ګری هیڅ  پوله اوحد نه پیژنی .

داپه داسې حال کې دي چې  د دغې غونډې له پیلیدو مخکې له بیګا راهسې  دکابل  مهم  سړکونه   او دغه راز  دولسمشرۍ ماڼۍ ته تلونکي ټول واټونه تړل شوي  او دعاموخلکو  تګ راتګ  بند شوی  او  دا هم ویل شوي چې  دامنیتي مامورانو  چټیانې هم ختم شوي او دغه راز ئې  زیاتره  سړکونه په کنټينرو سره بند کړي دي  او  درست  کابل  کې زغرګاډي  او  داوبو پاښونکي ګاډي ګزمې کوي . البته دا هم ویئل شوي دي چې  اعتراض کونکو ته هم اجازت ورکړل شوي  چې دښآر په ځينو برخو کې له اړۍ ګړئ جوړولو پرته   خیمې  لګولی او پرلتۍ وهلی شي