اسلامی ایران دکابل دحکومت دسولې دهلوځلو بشپړ ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49354-اسلامی_ایران_دکابل_دحکومت_دسولې_دهلوځلو_بشپړ_ملاتړ_کوی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران مرستیال خارجه وزیر ابراهیم رحیم پور چې د کابل دسولې دپروسې په غونډې کې دګډون لپاره کابل ته تللی ، پرون ناوخته ئې دافغانستان له ولسمشر ، د ملی وحدت حکومت له اجرائی مشر عبدا...عبدا..... او دملی امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره جلاجلا کتنې او خبرې اترې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2017 03:06 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دکابل دحکومت دسولې دهلوځلو بشپړ ملاتړ کوی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران مرستیال خارجه وزیر ابراهیم رحیم پور چې د کابل دسولې دپروسې په غونډې کې دګډون لپاره کابل ته تللی ، پرون ناوخته ئې دافغانستان له ولسمشر ، د ملی وحدت حکومت له اجرائی مشر عبدا...عبدا..... او دملی امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره جلاجلا کتنې او خبرې اترې وکړې .

  په دغو کتنو کې دایران مرستیال خارجه وزیر   په کابل کې  دوروستیو شپو ورځو  په څو چاودنو کې  دافغانستان   دیو شمیر  ښاریزو   په قربانی کیدا  پسې  دتسلیّت  په وئیلو او  په دغه هیواد کې دترهه ګرو  ډلو دسپیرو اقداماتو په محکومولو سره   دکابل  د سولې د پروسې  له غونډې څخه چې   د۲۷ هیوادونو اونړیوالو  موسسو  داستازو په شتون سره  دافغانستان دحکومت  په مدیریّت سره ترسره شوی   دایران بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

 دافغانستان  ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې  کې  له اسلامی ایران سره  دخپل هیواد   مخ په وده  اړیکو دلاپراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

 په دغې  کتنې  کې همداراز  دایران او افغانستان ترمینځ  دټرانزیټی لارو دپراختیا  موضوع او دریل پټلۍ ، سړکونو  دپراختیا  له لارې  دلازیات اتصال  او همداراز  له سمندری لارو په تیره بیا  دایران ،هندوستان اوافغانستان  د درې اړخیزې  موافقې ته په پام سره دلازیاتې استفادې لپاره خبرې اترې  وشوې اودهغو دزرترزره  اجرائی کیدا باندې ټینګار وشو.  دغه راز په دغې کتنې کې وټاکل شوه    کابل ته دایران د خارجه وزیر  په وروستی سفر کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ دشویو پنځه ګوڼو  کمیټیو  غونډه هم  پّ نزدې راتلونکی کې په تهران کې ترسره شی .