په افغانستان کښې ۵۲ طالب ځواکونه مړۀ او ژوبل شول
د افغان ځواکونو په مختلفو عملیاتو کښی ۵۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
له افغانستانه زمونږ د خبریال د رپوټ ه مخې په قندهار کښی د اردو د دوه سوه پنځم اتل قول اردو څخه په خپره ښوې خبرپاڼه کی راغلی، چی دغه عملیات په تیرو څلرویشتو ساعتونو کی دکندهار،روزګان او زابل ولایتونو په بیلابیلو ولسوالیو کی تر سره سوی دی.
د خبرپاڼی د معلوماتو له مخی د کندهار په شاولیکوټ او میوند ولسوالیو کی پنځلس وسله وال وژل شوی او پنځلس نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کی هم عملیات تر سره شوی،چی پکښی د دریو طالب قوماندانانو په ګډون ۹ طالب ځواکونه وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوی دی.
په خبرپاڼه کی راغلی، چی د زابل ولایت په ارغنداو ولسوالۍ کی هم د
عملیاتو په مهال دوه طالب ځواکونه وژل شوی دی.
په دغه څلورویشت ساعته عملیاتو کی، چی د ګډو افغان ځواکونو لخوا ترسره شوی پکښی د طالب ډلې وسلې، مهمات او نقلیه وسایل هم له منځه وړل شوی دی.
باید وویل شی، چی د عملیاتو په مهال افغان ځواکونو او ملکی خلقو ته هیڅ ډول زیان ندے رسېدلے.