امریکا د افغانستان د جنګ ختمیدا یا دوام غوښتونکی ده ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51406-امریکا_د_افغانستان_د_جنګ_ختمیدا_یا_دوام_غوښتونکی_ده
جان مکین په کابل کې په ګډ خبری کانفرنس کې وویل امریکا په افغانستان کې بریالی نده ، په دې اساس باید د افغانستان په ارتباط د امریکا سټراتیجۍ بدله شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2017 08:18 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د جنګ ختمیدا یا دوام غوښتونکی ده ؟

جان مکین په کابل کې په ګډ خبری کانفرنس کې وویل امریکا په افغانستان کې بریالی نده ، په دې اساس باید د افغانستان په ارتباط د امریکا سټراتیجۍ بدله شی

د تهران دپښتو راډیو له راپور سره سم د امریکا د سنا هغه ۵ کسیز پلاوې چی د سنا د پوځی خدماتو د کمیټۍ د مشر جان مکین په مشرۍ پاکستان ته له سفر وروسته پرون کابل ته ولاړ د اشرف غنی په شمول د دغه هیواد له لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او د افغانستان د سیاسی او امنیتی وضعیت په اړه یې خبرې وکړې .

جان مکین په کابل کې په ګډ خبری کانفرنس کې وویل امریکا په افغانستان کې بریالی نده  ، په دې اساس باید د افغانستان په ارتباط د امریکا سټراتیجۍ بدله شی . هغه جوته کړه امریکا د ستراتیجۍ د بدلولو لپاره باید جدی او سملاسی اقدام وکړی . مکین همداراز زیاته کړه مونږه له پاکستانی چارواکو سره خبرې اترې درلودلې او هغو ته مو په ډاګه وویل چی د پاکستان په خاوره کې د حقانی شبکې د مشرانوساتل او د هغو پټنځایونه د منلو ندی او پاکستان لپاره مو دا مسله روښانه کړه چی د حقانی شبکې او نورو وسله والو ترهه ګرو په ځپلو کې له امریکا سره ملګرتیا وکړی  او افغانستان او پاکستان ته به د سفر نتیجې ولسمشر ته ورسوی .

له بلې خوا سناتور لیندسی ګراهم چی په نوموړی پلاوی کې شامل دې هم وویل پاکستان باید د ترهه ګرۍ په وړاندې خپل سیاست بدل کړی تر څو طالبان او نورې وسله والې ډلې تر دباو لاندې راشی او سولې ته غاړه کیږدوی .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ هم خبر ورکړی چی ډیر ژر به دواړه لوری د ډیورینډ کرښې  دواړو لورو ته ګډ عملیات پیل کړی . د اشرف غنی د ویندوی دوهم مرستیال نجیب ا... ازاد په دې باره کې وویل امریکایی سناتورانو له اشرف غنی سره په کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چی د پاکستان د پوځ له شمر جنرال باجوا سره یې په کتنه کې له هغه ژمنه اخیستلی ده چی د ترهه ګرو پرضد ګډ عملیات پیل کړی او امریکا به په دغو عملیاتو څارنه وکړی . دا چی واقعا امریکایان د افغانستان د جنګ په ختمولو کې جدی دی که نه  ، تهران راډیو په دې باره کې د ټیلی فون په لیکه د افغانستان دچارو له کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل حقیقت دا دې چی امریکایان چی په ۲۰۰۱ کال کې یې په افغانستان د جنګ د ختمولو په هدف لښکر کشی وکړه ، په حقیقت کې هدف یې په افغانستان کی د سولې تینګول نه وو چی که د سولې د تامینولو هدف یې درلودلې نو په هماغه لومړیو کلونو کې دا کار شونې وو ، خو ولیدل شول چی څرنګه جنګ  په افغانستان کې نه یوازې ختم نشو بلکې سیمې ته هم وغځیده .

د مژده په وینا د امریکا هدف د اوسنی وضعیت دوام دې او په لټه کې ده چی د دغې چارې د تحقق لپاره باید افغانستان او پاکستان ترمینځ تل تاوتریخوالې موجود وی . ښاغلی مژده جوته کړه که امریکا او ناټو غوښتلې نو په یو نیم لک عسکرو سره یې د افغانستان جنګ ختمولای شو ، خو کله چی په دغه شمیر عسکرو سره یې جنګ ختم نکړې شو یا نه غوښتل چی جنګ ختم کړی نو د څلورو زرو عسکرو د ورلیږلو هدف یې هم په طالبانو دباو اچول ندی تر څو سولې ته یې مجبوره کړی بلکې ستر هدف یئې په دغه هیواد کې د جنګ دوام دې  ځکه چی د امریکا په دغه کار سره وسلله والو ډلو ترمینځ د جنګ انګیزه زیاتیږی .

مژده همداراز د اشرف غنی په  دولت د نیوکې په ترڅ کې وویل له بده مرغه دغه دولت دومره د امریکا د سیاستونو تابع او مطیع دې چی اوس  له حکومت دننه د اشرف غنی په سیاست سخته نیوکه کیږی  او د دریو ګوندونو د ایتلاف جوړیدا په دې لړ کې ترسره شوی  او د دغه ایتلاف په مرامنامه کې په ډاګه راغلی دی چی د افغانستان حکومت په دغه نیابتی جګړه کې باید بې پلوه پاتې شی چی د ښاغلی  مژده په وینا درې ګوڼه ایتلاف  د امریکا له سیاستونو د اشرف غنی دولت له ړندې پیروۍ سره سخت مخالف دې .

 

عاشق حسین طوری