په افغانستان کښې د ناامنۍ په دوام د جرمنی د ولسمشر اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51982-په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_په_دوام_د_جرمنی_د_ولسمشر_اعتراف
د جرمنی ولسمشر افغانستان ته په سفر کښې اعتراف وکړ چې په دغه جنګ ځپلی هېواد کښې ثبات او قراری له طالب ډلې سره له سیاسی روغې جوړې نه بغېر امکان نه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2017 14:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ناامنۍ په دوام د جرمنی د ولسمشر اعتراف

د جرمنی ولسمشر افغانستان ته په سفر کښې اعتراف وکړ چې په دغه جنګ ځپلی هېواد کښې ثبات او قراری له طالب ډلې سره له سیاسی روغې جوړې نه بغېر امکان نه لری.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې فرانک والټر شټائن مائر نن په یو ناڅاپاپه سفر کښې د بلخ ولایت مزار شریف ته لاړ او په دغه ولایت کښې یې د خپلو ځواکونو له لیدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غنی سره کتنه وکړه او په افغانستان کښې د ناامنی په شمول د دغه هېواد د مختلفو مسائلو په باره کښې یې ورسره خبرې اترې وکړې.

شټائن مائر په دغه کتنه کښې وویل: د کابل په شمول د افغانستان امنیتی حالات ورځ په ورځ ناامنه کیږی او د مخالفو ډلو حملې هم په تېرو دوو کلونو کښې زیاتې شوی دی.

د جرمنی ولسمشر نن سهار قزاقستان ته له سفر وروسته مزار شریف ته لاړ چې په افغانستان کښې له جرمن ځواکونو سره کتنه وکړی.

په اوس حال کښې په افغانستان کښې د جرمنی تقریباً یو زر ځواکونه شتون لری.

د جرمنی د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کښې دی چې لویدیځ په ځلونو ویلی وو چې د بهرنیو ځواکونو په زیاتولو سره به طالب ډله ماتې وخوری او صلح او ارامښت به هېواد ته راستون شی.