په افغانستان کې جنګ څرنګه ختمیدلی شی ؟
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی وئیلی دی ، دافغانستان حکومت باید له سیاسی لارې طالبان وهڅوی ،په دې معنا چې هغوی ته باید سیاسی امتیازونه ورکړل شی څو خبرواترو ته حاضر شی .
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا په اسلام اباد کې خبریالانو په ټول کې وویل ،هیواد ئې په دې اند دی چې دافغانستان جنګ هیڅکله هم جنګی اوپوځی حل لاره نه لری . دهغه په وینا، دافغانستان دشخړې دحل لپاره باید دافغانستان په رهبرۍ اومالکیّت سره دسولې بهیر پرمخ لاړ شی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان د ولسمشر مرستیال ویندوی نجیب ا...آزاد هم د پاکستان د خارجه وزارت دویندوی دڅرګندونو په غبرګونو کې وئیلی دی دحکومت دروازې دټولو ډلو لپاره له کوم قومی اومذهبی توپیر پرته خلاصې دی . دهغه په وینا، هرڅوک چې وغواړی ، دقانون په چوکاټ کې د افغانستان له حکومت او ملت سره یوځای کار وکړی ، دافغانستان حکومت ورځینی هرکلی کوی . دتهران ریډیو دپښتو خپرونې هم په دې اړه د پاکستان دیوه تکړه ژورنالیسټ او په پیښور کې دنیوز ورځپاڼې دبیورو چیف رحیم ا... یوسفزی نظر دټیلیفون له لارې وپوښت چې هغه هم په ځواب کې ووئیل ،کاش دغه شان خبرې نیغ په نیغه د طالبانو ډلې له خوا مطرح شوی وائ ، ځکه اوس به افغانان ووائی چې پاکستان دطالبانو په نمایندګۍ خبرې کوی ،په داسې حال کې چې طالبان تل دخبراترو لپاره خپل چمتووالی له افغانستانه دبهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروط کړی دی او طالبانو داهم په کرتو وئیلی دی چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو په شتون کې خپلواکه خبرې اترې هیڅ امکان نه لری ، هرکله بهرنی عسکر له افغانستانه ووځی ، نو هغه مهال افغانان خپل مشکلاتو پخپلو کې سره حل کولی شی . البته هغه هم په داسې بڼه کې خبرې اترې نتیجه ورکولی شی چې دهرې یوې لوری له خوا په تیره بیا دطالبانو له خوا دجنګ له دوام سره دلچسپی نه وی .
البته د افغانستان دکابل چاپ ویسا ورځپاڼې مسئول چلونکی محمد زبیر شفیقی هم له تهران ریډیو سره په ټیلیفونی تماس کې د پاکستان دخارجه وزارت د ویندوی دڅرګندونو په باب ووئیل معقوله خبره داده چې دافغانستان جنګ له سیاسی لارې پای ته رسیدلی شی او دجنګ له لارې به هیڅکله هم پای ته ونه رسیږی . دهغه په وینا، د افغانستان دجنګ دواړه لوری یعنی طالبان او دکابل حکومت، باید دغه جنګ ،چې شیطانی او سلطه غواړی قدرتونه د دغه جنګ د اوور لمبې زیاتې کړی او بیا ئې نوره هم زیاتول غواړی ، دیوه بین الافغانی تفاهم په اساس غلی کړی .دښاغلی شفیقی په وینا،دجنګ دواړه لوری باید ځانونه له بهرنیو سلطه ګرو وژغوری ، دخپلو بهرنیو اربابانو دګټو لپاره دجنګیدو په ځای دې دمظلومو افغانانو او ملی ګټو لپاره فکر وکړی . که دغه شان پیښه وشی ، نو بیا نه پاکستان دطالبانو په نمایندګۍ دامتیازونو غوښتنه کولی شی او نه به هم دافغانستان حکومت دامریکا دګټو لپاره سیاستونه وکړی . زبیر شفیقی دغه راز دافغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر نوی سټراټژۍ ته په اشارې سره هم ووئیل ، که څه هم دغه سټراټژۍ تراوسه پورې نه ده اعلان شوی ، خو هغو مقالو ته په پام سره چې دنیویارک ټایمز پشمول دامریکا په مطبوعاتو او رسنیو کې چاپ شوی دی ، ډیره ګرانه نه ده چې دافغانستان په باب دامریکا په نوی سټراټژۍ څوک پوه نشی .
دکابل چاپ ویسا ورځپاڼې مسئول مدیر دغه راز ووئیل ، دامریکا نوی سټراټژی په درو ټکو ولاړه ده ، لومړۍ دا چې دبې پیلوټه الوتکو په څیر له ماډرن ټیکنالوجیو څخه به استفاده زیاته وی ، دوهمه دا چې په افغانستان کې دامریکا استخباراتی چینلونه به نوره هم پراخ شی او دریمه دا چې د امریکآئی ځواک په ځای دبلیک واټر شرکت پشمول د امریکا دامنیتی شرکتونو جګړه مار افغانستان ته ولیږدول شی ، څو دجنګ له امله دامریکائی عسکرو دمړو په ځای د اجاره شویو جګړه مارو مړی نورو هیوادونو ته یوړل شی اودامریکائی ولس عکس العمل ختم کړی . زبیر شفیقی دغه راز زیاته کړې ، له نوی سټراټژۍ د امریکا موخه داده چې په درستې سیمې کې د جنګ د اوور لمبې خورې کړی او چین ،روسیې اوایران په څیر هیوادونه او دغه راز دمینځنۍ آسیا هیوادونه ناکراره کړی او پر نړۍ او په مینځنۍ آسیا او مینځنی ختیځ سیمو کې پر تیلی زیرمو او سرچینو دسلطې لپاره هیڅ یو سیال ونه لری . دهغه په وینا، که دسیمې هیوادونه دامریکا د دغه شان دسیسو په وړاندې سره متحد اویو موټی نشی ، نو امریکا به ډیره زر خپلو سپیرو موخو ته ورسیږی ، خو که دسیمې او نوموړی هیوادونه سره متحد شی ، نو هماغه ورځ به دامریکا دمپراطورۍ د نسکوریدا د پیل ټکی وی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )