د اسلامی نړۍ د ټولو ستونزو اصلی عامل صهیونیسټ رژیم دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52242-د_اسلامی_نړۍ_د_ټولو_ستونزو_اصلی_عامل_صهیونیسټ_رژیم_دی
د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر صهیونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ د ستونزو اصلی عامل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2017 14:25 Asia/Kabul
  • د اسلامی نړۍ د ټولو ستونزو اصلی عامل صهیونیسټ رژیم دی

د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر صهیونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ د ستونزو اصلی عامل وباله.

د ایرنا خبری آژانس د راپور په اساس، محمد مختار وویل: په اسلامی نړۍ کښې به امن هله راشی چې صهیونیسټ رژیم  په نیواکی فلسطین کښې خپل تیری او جنایتونه ختم کړی او له دغه ځایه ووځی.

د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر د جمعې په ورځ د لمونځ کونکو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مسجد الاقصی د دروازو د تړلو اقدام وغانده او ویې ویل: د فلسطین مظلوم خلک له شپږو لسیزو راهیسې د قدس د نیواکګر رژیم لخوا په دې جرم چې مسلمانان دی، په خاورو او وینو کښې لغړول کیږی.