د اسلامی نړۍ د ټولو ستونزو اصلی عامل صهیونیسټ رژیم دی
Jul 17, 2017 14:25 Asia/Kabul
د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر صهیونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ د ستونزو اصلی عامل وباله.
د ایرنا خبری آژانس د راپور په اساس، محمد مختار وویل: په اسلامی نړۍ کښې به امن هله راشی چې صهیونیسټ رژیم په نیواکی فلسطین کښې خپل تیری او جنایتونه ختم کړی او له دغه ځایه ووځی.
د افغانستان د اسلامی غورځنګ مشر د جمعې په ورځ د لمونځ کونکو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مسجد الاقصی د دروازو د تړلو اقدام وغانده او ویې ویل: د فلسطین مظلوم خلک له شپږو لسیزو راهیسې د قدس د نیواکګر رژیم لخوا په دې جرم چې مسلمانان دی، په خاورو او وینو کښې لغړول کیږی.
ټیګونه