طالبانو د افغانستان په شمال کې ۱۲ کلی ونیول
د افغانستان د پارلیمان ځینو استازیو و چارواکو او یو شمیر شخصیتونو د فاریاب ولایت د امنیتی حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړی ده
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم په فاریاب ولایت کې د طالبانو ډلې حملې چی له دوه ورځې وړاندې پیل او اوس هم دوام لری ، د بلچراغ او دولت اباد ولسوالۍ یې هدف ګرځولی دی .
د فاریاب د پولیسو ویندوی عبد الکریم یورش نن وویل د افغان عسکرو شاتګ سبب شوی چی د دغو دو ولسوالیو ۱۲ کلی او همداراز د پولیسو ۴ پوستې طالبان ونیسی .
د فاریاب د پوځی چارواکو په وینا په دغو حملو کې ۴ پولیس ژوبل شوی دی .
د طالبانو ویندوی ذبیح ا.... مجاهد ادعا کړی ده چی طالبانو په فاریاب کې لږ تر لږه ۷ پوستې نیولی دی او په دغو نښتو کې ۲۶ افغان پولیس وژل شوی دی .
د افغانستان د پارلیمان ځینو استازیو و چارواکو او یو شمیر شخصیتونو د فاریاب ولایت د امنیتی حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړی ده .