په کابل کښې ترهه ګره حمله شنډه کړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52484-په_کابل_کښې_ترهه_ګره_حمله_شنډه_کړې_شوه
افغان امنیتی ځواکونو په کابل کښې د ترهه ګرې حملې د رامنځته کېدو مخه ونیوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 22, 2017 14:32 Asia/Kabul
  • په کابل کښې ترهه ګره حمله شنډه کړې شوه

افغان امنیتی ځواکونو په کابل کښې د ترهه ګرې حملې د رامنځته کېدو مخه ونیوه.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې، د افغانستان د ملی امنیت ادارې وویل: د دغه هېواد امنیتی ځواکونو نن د حقانی ترهه ګرې ډلې دوه تنه عوامل چې غوښتل یې په کابل کښې ترهه ګره حمله ترسره کړی د دغه ښار د جنوب په چهار آسیاب ولسوالۍ کښې هدف ته له رسېدو مخکې ونیوې شول.

له دغو کسانو څخه زیات شمېر چاودېدونکی مواد او سازوسامانونه ترلاسه شوې دی او نیول شویو کسانو اعتراف کړے دے چې غوښتل یې د کابل د خلقو ترمېنځ ځانونه وچوی.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت په یوه بیانیه کښې په تېر شوا روز کښې د  افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د 56 ترهه ګرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه عملیات په ننگرهار ، کاپیسا، غزنی ، لوگر، قندهار، زابل، ارزگان، قندوز، فاریاب، بغلان  بدخشان او هلمند ولایتونو کښې ترسره شول چې له امله یې دېرش نور ترهه ګر هم ژوبل شول.

په دغو عملیاتو کښې د تکفیری ډلو د عاملانو هویت ته څه اشاره نه ده شوې.