داسلامی ایران او افغانستان امنیت سره غوټه خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52658-داسلامی_ایران_او_افغانستان_امنیت_سره_غوټه_خوړلې_ده
دایران دملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی نن په تهران کې دافغانستان دولسمشر دملی امنیت له سلاکار محمدحنیف اتمر سره په کتنې کې ووئیل دتکفیری اوترهه ګرو ډلوله راپنځیدو او پراختیا سره مقابله، د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ منسجمو او غږمله اقداماتو ته اړتیا لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 24, 2017 14:20 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران  او افغانستان  امنیت سره غوټه خوړلې ده

دایران دملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی نن په تهران کې دافغانستان دولسمشر دملی امنیت له سلاکار محمدحنیف اتمر سره په کتنې کې ووئیل دتکفیری اوترهه ګرو ډلوله راپنځیدو او پراختیا سره مقابله، د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ منسجمو او غږمله اقداماتو ته اړتیا لری .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ ،علی شمخانی  د دینی  مدرسو  او ټولنیزو  موسسو  دجوړولو په پوښښ سره  دسیمې دځینو مرتجعو   هیوادونو  په وسیله  دتکفیری ترهه ګرو ډلو  د مالی،اطلاعاتی او  وسله وال ملاتړونو  د دوام په نسبت داندیښنې په څرګندولو سره  وئیلی دی، دغه بهیر ،  په افغانستان کې  د پراختیا او رغاونې  دبهیر د تعقیبولو لپاره  د دغه هیواد دحکومت  داقداماتو د داغی کولو او دفرقه پالو اومذهبی  شخړو  اوناکراریو دپراختیا لامل کیږی .

 هغه همداراز  د دواړو  هیوادونو  ترمینځ پراخو  کلوری مشترکاتو اوتمدنی  مخینې ته په  اشارې سره  روښانه کړې ، له  ناکراریو سره  دمبارزې لپاره  دتحروبو   دمبادلې اودسلامشورو  دوام  به ،  د دواړوهیوادونو  په پولو کې  د ثبات ،هوساینې  او آرامښت ، او دګډو اوتل پاتې ګټو څخه  داستفادې د زمینه جوړونې  لامل شی . دافغانستان  د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په دغې کتنې کې  په افغانستان کې  دملی وحدت د حکومت  د جوړیدا په لاره کې  دایران  رغنده ملګرتیاؤ ته په اشارې سره  دملی وحدت دحکومت  دانسجام او  داقتدار  دپیاوړتیا په خاطر  دخبرواترو پر دوام ټینګار وکړ .  هغه زیاته کؤې   دافغانستان ملی پوځ او امنیتی ځواک  داشرارو  له  خوځښتونو سره  په تیره بیا د دواړو  هیوادونو په ګډو پولو کې دمقابلې  او دترهه ګرۍ  دجرړه وچولو لپاره  اغیزمنه  هڅه  اعمال کړې ده .