دافغانستان په جنوب کې شپیته وسله وال کسان مړه اوټپیان شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52662-دافغانستان_په_جنوب_کې_شپیته_وسله_وال_کسان_مړه_اوټپیان_شوی_دی
شین هوا خبری آژانس له کابله راپورورکړ دافغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی، دافغانستان په جنوب کې دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو پر مورچلو په هوائی بمباریو کې چې بیګاشوی لږترلږه درویشت کسان وژل شوی او ۳۷نور ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 24, 2017 14:40 Asia/Kabul
  • دافغانستان په جنوب کې شپیته وسله وال کسان مړه اوټپیان شوی دی

شین هوا خبری آژانس له کابله راپورورکړ دافغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی، دافغانستان په جنوب کې دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو پر مورچلو په هوائی بمباریو کې چې بیګاشوی لږترلږه درویشت کسان وژل شوی او ۳۷نور ټپیان شوی دی .

  په دغې اعلامیې کې دغه راز زیاته شوې ، په دغو عملیاتو کې  دوسله والو طالبانویوشمیر اصلی مرکزونه اومورچې هم تباه شوی

 داپه داسې حال کې دی چې  طالبانوډلې  دخبر ترمخابیره کیداپورې  د دغو حملو په باب څه نه دی وئیلی. په داسې حال کې  چې  طالبانوډلې  او نورو حکومتی مخالفو وسله والو  په درست افغانستان کې دحکومتی  اوبهرنیو   عسکرو په خلاف  حملې  او بم چاودنې زیاتې کړی دی ،نن  په کابل کې  د  یوه لوړپوړی افغان چارواکی له کور سره نزدې  په زورورې چاودنې کې کابو پنځه دیرش کسان وژل شوی او  په لسګونو نور ټپیان شوی دی او  د دغه جنایت پړه هم وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده .