افغانستان دبهرنیو عسکرو شتون ته هیڅ اړتیا نه لری
د افغانستان دسولې اونجات دشورامشرګل رحمان قاضی پرون مازدیګر په کابل کې په یوې غونډې کې وئیلی دی، دامریکا پشمول لویدیځ که صادق وی ،نوپه افغانستان کې دامنیت په تامینولو، دسولې په ټینګولو اود جنګ په ختمولو کې دې هڅه وکړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړهغه ټینګار کړی ،ښکیل لوری باید دجنګ ددرولو لپاره خبرواترو ته مخه کړی .
دافغانستان دملی پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلانی هم په دغې غونډې کې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې وویئل ، هیواد ئې له هرڅه زیات سولې ته اړتیا لری .
دم ګړۍ په افغانستان کې د امریکا په قومانداۍ کې کابو دیرالس زره بهرنی عسکر دیره دی او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه له ۲۰۰۱کال راهسې تر دې دمه شتون لری ، خو تراوسه پورې ئې د افغانستان دلکونو خلکو له مرګ ژوبلو ، د دغه هیواد دتاسیساتو په کنډوالو له بدلولو او دغه راز دمیلیونونوافغانانو له کوچولو پرته بله بریا نه ده درلودلې .
له افغانستانه یو بل خبر دا چې د فراه ولایت ویندوي ناصر مهري پرون ناوخته وئيلي په دغه ولایت کې کابو سل بهرني عسکر چې زیاتره پکې ایټالیاوال عسکر دي دیره شوي دي . په فراه ولایت کې د دغو سلو بهرنیو عسکرو دیره کیدا ته په پام سره په دغه ولایت کې دبهرنیو عسکرو شتون درو سوو تنوته رسیدلی دی .
فراه ولایت دافغانستان په لویدیځ کې یو ناکراره ولایت حسابیږي