طالبانو د افغانستان په شمال کي ۲۳۵ یرغمل کړی کسان خوشي کړل
د داعش ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې د امریکا په شنه اشاره نفوذ کړی دی او دغه ډله د طالبانو له ځینو عناصرو سره په ملګرتیا کې د افغانستان خلک په نښه کوی .
د فرانسی خبری اژانس له راپور سره سم طالبانو د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې ۲۳۵ ملکیان، چې دخالی په ورځ یې د یرغل په مهال یرغمل کړي وو پرون ماښام خوشي کړل.
د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل ۲۳۵ تنه ماشومان، ښځې او نارینه د ولایتي ادارې او قومي مشرانو د منځګړتوب په نتیجه کې په میرزااولنګ کې خوشي شول.
اماني همداراز وویل چې خوشي شوي کسان روغ رمټ سرپل ښار ته راوستل شول او لا هم یو شمېر ملکیان په میرزااولنګ کې یرغمل دي.
فرانس پریس ته یوې افغان امنیتي سرچینې وویل، شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم چی په میرزااولنګ کې یرغمل دي.د میرزا اولنګ اکثره اوسیدونکی شیعیان دی .
د سرپل د والی ویندوی مخکې ویلی وو چی د افغان چارواکو په وینا هغه حمله کونکی چی د طالبانو او تکفیری ډلې داعش ایتلاف دې ، د خالی په ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ کورنۍ یرغمل کړی دی .
د سرپل والی محمد ظاهر وحدت هم وویل ۲۳۵ یرغمل شوی کسان خوشی شوی دی او هغو دومره حیران او پریشان شوی دی چی خبرې هم نشی کولې .
ښاغلی وحدت زیاته کړی ده په سرپل ولایت کې د مشرانو له هلو ځلو سره سره د قربانیانو مړی ندی ترلاسه شوی .
د داعش ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې د امریکا په شنه اشاره نفوذ کړی دی او دغه ډله د طالبانو له ځینو عناصرو سره په ملګرتیا کې د افغانستان خلک په نښه کوی .