دافغانستان په میرزا اولنګ سیمې کې نسل وژنه اوجنګی جنایت شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53990-دافغانستان_په_میرزا_اولنګ_سیمې_کې_نسل_وژنه_اوجنګی_جنایت_شوی_دی
لویدیځوال هڅه کوی څو په افغانستان کې هم دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ درز او واټن راولی او مذهبی جنګونه پیل کړی ، خو دافغانستان ولس په هوښیارۍ اوځیرتیا سره د هغوی دغه ډول دسیسې په وحدت او یووالی سره ناکاموی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 13, 2017 00:43 Asia/Kabul
  •  دافغانستان په میرزا اولنګ سیمې کې نسل وژنه اوجنګی جنایت شوی دی

لویدیځوال هڅه کوی څو په افغانستان کې هم دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ درز او واټن راولی او مذهبی جنګونه پیل کړی ، خو دافغانستان ولس په هوښیارۍ اوځیرتیا سره د هغوی دغه ډول دسیسې په وحدت او یووالی سره ناکاموی.

دافغانستان په ولسی جرګې کې د سرپل  د خلکو استازی  خیر محمد عماق له مونږسره په  خصوصی خبرو کې   وئیلی دی ،  د عینی شاهدانو   په وینا،  وسرپل ولایت دصیاد ولسوالۍ په  میرزااولنګ سیمې کې  دبشری ضد جنایتونه ،   د طالبانو اوداعشی تکفیریانو په ګډو عملیاتو کې  شوی چې  له امله ئې څه دپاسه شپیته  ماشومان ښځې اوبوډاګان  په بوږنونکی ډول وژل شوی دی .

   هغه روښانه کړې و  دتیرې اونۍ په لومړنیو کې  کابو  دووزرو کسانو پر میرزا اولنګ سیمې  یرغل کړی  او په دغې سیمې کې   اوسیدونکی سړی او  حکومتی ځواکونه  له یرغلګرو کم وو   او  ترهغه وخته چې  تازه دم ځواک سیمې ته  ورسید، نو میرزا اولنګ  سیمه   دطالبانو اوداعشیانو په لاس  نسکور ه شوی وه . هغه په عین حال کې  ووئیل ، لویدیځوال  هڅه کوی څو په افغانستان  کې  هم دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ درز او واټن راولی    او مذهبی  جنګونه  پیل کړی ، خو دافغانستان  ولس  په هوښیارۍ اوځیرتیا سره د  هغوی دغه ډول  دسیسې  په وحدت او یووالی سره   ناکاموی.

 له دې سره په یووخت د طالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا... مجاهد هم له مونږسره   په خصوصی خبرو کې د طالبانو په لاس په میرزا اولنګ سیمې کې   دعامو خلکو هرډول وژله په کلکه رد کړې او وئیلی ئې دی ،طالبان له شیعیانو سره ښې اړیکې لری او  له  هغوی سره مونږ هیڅ ستونزه نه لرو او دا  داسلام دښمنان دی چې  په افغانستان کې  دشیعه اوسنی مسلمانانو ورورولی نشی زغملی او په بیلابیلو دسیسو سره  غواړی  چې په جنګ ځپلی افغانستان کې هم  په دې اړه خپلې دسیسې پلی کړی او  او په پروپیګنډو او  اختلافاتو اچولو سره خپلې سپیرې موخې تعقیب کړی ، خو دافغانستان  مسلمان ولس به ئې دغه ډول دسیسې   په اتحاد اویووالی سره  ناکامې کړی .