په افغانستان کې دطالبانو اوداعشیانود جنایتونوپه وړاندې دې مسلمانان غبرګونونه وښئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54116-په_افغانستان_کې_دطالبانو_اوداعشیانود_جنایتونوپه_وړاندې_دې_مسلمانان_غبرګونونه_وښئ
دایران داسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر آیت ا... آملی لاریجانی په افغانستان کې د داعشیانو اوطالبانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل ټول مسلمانان باید په دغو جنایتونو حساسیّت وښئ،ځکه د بې ګناه خلکو په تیره بیا دښځو اوماشومانو بې دردۍ سره وژله له هیڅ ډول انسانی اوحقوقی معیارنو سره سمون نخوری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2017 13:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دطالبانو اوداعشیانود جنایتونوپه وړاندې دې مسلمانان غبرګونونه وښئ

دایران داسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر آیت ا... آملی لاریجانی په افغانستان کې د داعشیانو اوطالبانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل ټول مسلمانان باید په دغو جنایتونو حساسیّت وښئ،ځکه د بې ګناه خلکو په تیره بیا دښځو اوماشومانو بې دردۍ سره وژله له هیڅ ډول انسانی اوحقوقی معیارنو سره سمون نخوری .

زمونږخبریال راپورراکړ آیت ا... صادق آملی  لاریجانی  نن د لوړپوړوقضائی مسئولانو په ټول کې  دافغانستان  له ملت او حکومت   او دقربانیانو له  کورنیو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره  دطالبانو اداعشیانو له  غیر انسانی  جنایتونو سره مخامخ  دی ،ووئیل ؛ تکفیری ترهه ګر غواړی  په عراق او سورئې کې  خپلې بې شرمه  ماتې  جبران کړی . تیره اونۍ طالبانو اوداعشی تکفیریانو په ګډو عملیاتو کې د افغانستان  دسرپل ولایت  په میرزااولنګ سیمې کې  په یوه بوږنونکی  جنایت کې  کابو شپیته  عام خلک چې ښځې اوماشومان  هم پکې وو چارماری کړل او دغه راز ئې په لسګونو نور تپیان کړی دی .

آیت ا ... آملی لاریجانی  له دغو جنایتونو سره په چلند کې  دبشری حقوقو د ادارو  په چپتیا هم سختې نیوکې وکړې /  دایران دقضایه قوې مشر  همداراز دمقاومت دورځې په درنښت سره ،دصهونیسټ رژیم په وړاندې په ۳۳ورځنی جنګ کې   دلبنان دحزب  ا... ولسی غورځنګ بریالیتوب  معجزې ته ورته  وباله او روښانه ئې کړه ،    په  ظاهر کې یوې واړې ډلې  په ایمان، مقاومت او په غیبی مرستو  په تکیې سره ،داسې کارونه  وکړل چې  دسیمې   عربو هیوادونو  په کلونو  کلونو کې هم  نه وو کړی .

 هغه د دې خبرې په کولو سره  چې نن سبا  دلبنان د حز ب ا.... اقتدار  دسلطې دهیوادونو په تیره بیا دامریکا  په نښه شوی ، زیاته کړې ،  دا ټول  همدغه اقتدار  دی  چې  هره ورځ  په یوې نوی پلمې سره دحزب ا... غورځڼګ   په ضد چې  دلبنان  دملت دملت یوه برخه ده ، راپورته کیږی  او پر ایران هم  ورځینی د ملاتړ  په پلمه دباؤنه اچوی  خو  هیڅ به په لاس ورنشی .