طالبانو په پرانیستی لیک کې دامریکا ولسمشر سخت رټلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54168-طالبانو_په_پرانیستی_لیک_کې_دامریکا_ولسمشر_سخت_رټلی_دی
د افغانستان طالبانوډلې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پرانیستی لیک کې لیکلی دی ، امریکا دافغانستان دنیواک او دلسګونو زره افغانانو دوژلو په علت په افغان ملت کې یوه ځیږه کرکیجنه ،سپیره اوبدبخته څیره حسابیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2017 10:52 Asia/Kabul
  • طالبانو په پرانیستی لیک کې دامریکا ولسمشر  سخت رټلی دی

د افغانستان طالبانوډلې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پرانیستی لیک کې لیکلی دی ، امریکا دافغانستان دنیواک او دلسګونو زره افغانانو دوژلو په علت په افغان ملت کې یوه ځیږه کرکیجنه ،سپیره اوبدبخته څیره حسابیږی .

ټرمپه!امریکاپه افغانستان په۱۶کلنوحملوکې ناکراریوبې ثباتیو او اداری فساد ته لمن وهلې ده

زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان طالبانوډلې   دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پرانیستی لیک کې  لیکلی دی ، امریکا دافغانستان دنیواک او دلسګونو زره  افغانانو  دوژلو په علت   په افغان ملت کې یوه ځیږه کرکیجنه ،سپیره  اوبدبخته څیره حسابیږی .

 طالبانو په دغه لیک کې  لیکلی دی ،  امریکا  دافغانستان   دجنګ دختمیدو او  سولې او امنیت دټینګولو  په لټه کې   نه ده ،بلکې  یوازې  دخپلو  ګټو دتامینولو او پر دغه هیواد اودسیمې پر نورو هیوادونو دسلطې په فکر کې ده . 

  دامریکا  ولسمشر ته دطالبانو په دغه لیک کې راغلی دی ،  په افغانستان کې  امریکائی قوماندانان  اوپوځیان دروغجن او فسادګر کسان دی چې ډیر خلک او  بیلابیل چارواکی او شخصیتونه ترې کرکه کوی .

  ټرمپ ته دطالبانو په دغه پرانیستی لیک کې  راغلی دی ،  په تیرو شپاړسو کلونو کې  په افغانستان کې د  ا مریکا ماته خوړلی جنګ  د دغه هیواد دبیخ بینائیو  له تباه کولو او دلسګونو زره  عامو خلکو  له  وژلو پرته  بله  هیڅ بریا نه  ده درلودلی .

 همدااوس  په افغانستان کې  کابو لس زره امریکائی  عسکر دیره دی او  د واشنګټن چارواکی د دغو عسکرو  د زیاتولو په لټه کې دی .