تکفیری ترهه ګرو ډلو سره مبارزه ددرستو مسلمانانو دنده ده
دافغانستان دلویدیځی سیمو دعالمانو دشورا مشر مولوی خداداد صالح د دغه هیواد پر دینی عالمانو غږ کړی ، په افغانستان کې دې دوهابیّت او تکفیری تبلیغیانو په وسیله دباطلو عقایدو د دودیدا مخه ونیسی ، ځکه دا دبهرنیو راپنځول شوی ښکارنده ده.
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ مولوی صالح عالمانو ته دغه راز په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ، دافغانستان په ولس کې دې د تکفیری ډلو دنفوذ مخه ونسی او اجازت دې ورنکړی چې د دغو ډلو غلط اعتقادات په ټولنې کې د اعتقاداتو د له مینځه تلو لامل شی .
د دغه دینی عالم په وینا، په افغانستان کې تکفیری ډلې په اسلامی هیوادونو او افغانستان کې دبهرنیو هیوادونو د لاسوهنو اودسیسو په نتیجې کې رامینځةشوی دی .
مولوی خداداد صالح په افغانستا کې د اهل تسنن یو دینی عالم او غوره شخصیت دی چې له دې مخکې ئې هم په دینی عالمانو کې د وهابیّت دعقایدو دنفوذ په باب خبرداری ورکړی ؤ .