تکفیری ترهه ګرو ډلو سره مبارزه ددرستو مسلمانانو دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54296-تکفیری_ترهه_ګرو_ډلو_سره_مبارزه_ددرستو_مسلمانانو_دنده_ده
دافغانستان دلویدیځی سیمو دعالمانو دشورا مشر مولوی خداداد صالح د دغه هیواد پر دینی عالمانو غږ کړی ، په افغانستان کې دې دوهابیّت او تکفیری تبلیغیانو په وسیله دباطلو عقایدو د دودیدا مخه ونیسی ، ځکه دا دبهرنیو راپنځول شوی ښکارنده ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2017 09:44 Asia/Kabul
  •   تکفیری ترهه ګرو ډلو سره مبارزه ددرستو مسلمانانو دنده ده

دافغانستان دلویدیځی سیمو دعالمانو دشورا مشر مولوی خداداد صالح د دغه هیواد پر دینی عالمانو غږ کړی ، په افغانستان کې دې دوهابیّت او تکفیری تبلیغیانو په وسیله دباطلو عقایدو د دودیدا مخه ونیسی ، ځکه دا دبهرنیو راپنځول شوی ښکارنده ده.

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ مولوی صالح    عالمانو ته دغه راز په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ،   دافغانستان  په ولس کې  دې  د تکفیری ډلو دنفوذ مخه ونسی او  اجازت  دې  ورنکړی   چې  د دغو ډلو غلط اعتقادات   په ټولنې کې د  اعتقاداتو  د  له مینځه تلو لامل شی .

 د دغه دینی عالم په وینا،  په افغانستان کې تکفیری  ډلې  په اسلامی هیوادونو او افغانستان کې  دبهرنیو  هیوادونو د لاسوهنو اودسیسو  په نتیجې کې  رامینځةشوی دی .

مولوی خداداد صالح  په افغانستا  کې د  اهل تسنن یو دینی عالم او غوره شخصیت دی  چې  له دې مخکې ئې  هم  په دینی عالمانو کې د وهابیّت  دعقایدو دنفوذ په باب خبرداری ورکړی ؤ .