دافغانستان په غورولایت کې طالبانو پنځه داعشیان هلاک کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54680-دافغانستان_په_غورولایت_کې_طالبانو_پنځه_داعشیان_هلاک_کړی_دی
د افغانستان دغور ولایت دپولیسو ویندوی محمد اقبال نظامی په وینا،د داعش ترهه ګرې ډلې یو سرغنه عبدالمجید بیګا له څلورو نورو ملګرو سره په مرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښتې کې هلاک شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2017 13:39 Asia/Kabul
  • دافغانستان په غورولایت کې طالبانو پنځه داعشیان هلاک کړی دی

د افغانستان دغور ولایت دپولیسو ویندوی محمد اقبال نظامی په وینا،د داعش ترهه ګرې ډلې یو سرغنه عبدالمجید بیګا له څلورو نورو ملګرو سره په مرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښتې کې هلاک شو.

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړدغور ولایت دپولیسو  ویندوی  همداراز  دمرغاب ولسوالۍ  په شاردیز کلی   او شاوخوا کې  د طالبانو اوداعشی تکفیریانو ترمینځ دنښتو دسختیدا  خبر ورکړی ، البته  د دواړو لورو داحتمالی  مرګ ژوبلو په باب  تر دې دمه نور جزیات نه دی ترلاسه شوی .

   تیره اونۍ هم   په غور ولایت کې د داعش ترهه ګرو اوطالبانو ترمینځ  نښتې  د داعش تفکیری ډلې دڅلورو سرغنو دهلاکت لامل شوې دی .

 په غور ولایت کې  دمرغاب او فیروز کوه ولسوالیو ځینی سیمې  د داعشی ترهه ګرو تر نفوذ لاندې دی .