دافغانستان په غورولایت کې طالبانو پنځه داعشیان هلاک کړی دی
Aug 22, 2017 13:39 Asia/Kabul
د افغانستان دغور ولایت دپولیسو ویندوی محمد اقبال نظامی په وینا،د داعش ترهه ګرې ډلې یو سرغنه عبدالمجید بیګا له څلورو نورو ملګرو سره په مرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښتې کې هلاک شو.
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړدغور ولایت دپولیسو ویندوی همداراز دمرغاب ولسوالۍ په شاردیز کلی او شاوخوا کې د طالبانو اوداعشی تکفیریانو ترمینځ دنښتو دسختیدا خبر ورکړی ، البته د دواړو لورو داحتمالی مرګ ژوبلو په باب تر دې دمه نور جزیات نه دی ترلاسه شوی .
تیره اونۍ هم په غور ولایت کې د داعش ترهه ګرو اوطالبانو ترمینځ نښتې د داعش تفکیری ډلې دڅلورو سرغنو دهلاکت لامل شوې دی .
په غور ولایت کې دمرغاب او فیروز کوه ولسوالیو ځینی سیمې د داعشی ترهه ګرو تر نفوذ لاندې دی .
ټیګونه