د حج دستورو ته له تللو افغانانو تراوسه اووه تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54754-د_حج_دستورو_ته_له_تللو_افغانانو_تراوسه_اووه_تنه_مړه_شوي
سږکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰زره حاجیان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 23, 2017 14:37 Asia/Kabul
  • د حج دستورو ته له تللو افغانانو تراوسه اووه تنه مړه شوي

سږکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰زره حاجیان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي

د حج او اوقافو وزارت سعودي ته د حج ترسره کولو لپاره د افغانانو د تګ لړۍ د پاى ته رسېدو خبره کوي او زياتوي چې د دې مراسمو په ترڅ کې تر دې دمه ٧ افغانان مړه شوي دي.

دغه څرګندونې د ياد شوي وزارت اداري مرستيال  داعي الحق عابد نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د تګ لړۍ چې د زمري میاشتې په ۲مه پیل شوې وه، تېرګل په ورځ  پای ته ورسېده.

هغه زياته کړه، سږکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰زره حاجیان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د نوموړي په وينا، تراوسه پورې د حج په مراسمو کې له تللو افغانانو څخه اووه تنه په طبيعي مرګ مړه شوي او دوو مېرمنو زېږون ترسره کړی دى.

د ده د معلوماتو له مخې، مړه شوي کسان د بلخ، غزني، سرپل، کونړ او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي چې یوه مېرمن او شپږ نارینه په کې شامل دي.

دى زياتوي، دوو مېرمنو چې زېږون يې کړی، یوه یې د هرات او بله د ننګرهار اوسېدونکې ده.

د حج او اوقافو وزارت مرستيال وايي، د حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ به د لوی اختر په شپږمه پیل شي.