افغان پوځیان پر طالبانو وسلې اوتجهیزات خرڅوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55106-افغان_پوځیان_پر_طالبانو_وسلې_اوتجهیزات_خرڅوی
افغانستان او پاکستان له دې مخکې هم یوه بل دترهه ګرو ډلو په ملاتړونو اوپه پناه ورکولو تورن کړی دی ، خو د غه تورونه د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې پاکستان ئې پخپلې خاورې کې ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، لازیات شوی دی او د ټرمپ وروستیو څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمینځ داوور دلمبو دزیاتولو رول لوبولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 15:04 Asia/Kabul
  • افغان پوځیان پر طالبانو وسلې  اوتجهیزات  خرڅوی

افغانستان او پاکستان له دې مخکې هم یوه بل دترهه ګرو ډلو په ملاتړونو اوپه پناه ورکولو تورن کړی دی ، خو د غه تورونه د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې پاکستان ئې پخپلې خاورې کې ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، لازیات شوی دی او د ټرمپ وروستیو څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمینځ داوور دلمبو دزیاتولو رول لوبولی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان  خارج وزیر  خواجه آصف   نن د دغه هیواد له جیو خصوصی ټیلیویژنی چینل سره به خبرو کې  ادعا کړې ،   طالبان همدااوس  دافغانستان  دڅلویښت فی صدې برخې  کنټرول په لاس کې لری   او  هغه  کابو نوی فی صده ترهه ګرې حملې چې  په پاکستان کې کیږی ،  په افغانستان کې پلان شوی دی .

 هغه  همداراز  دافغانستان امنیتی ځواک  پر طالبانو ډلې  د وسلو  پر خرڅولو هم تورن کړل .

  افغانستان او پاکستان   له دې مخکې هم  یوه بل   دترهه ګرو ډلو په ملاتړونو اوپه پناه ورکولو تورن   کړی دی ، خو د غه تورونه   د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ   له هغو څرګندونو سره چې  پاکستان  ئې پخپلې خاورې کې  ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، لازیات شوی دی  او د ټرمپ وروستیو  څرګندونو د  دواړو هیوادونو ترمینځ  داوور دلمبو دزیاتولو  رول لوبولی دی .

 افغان چارواکو تل وئیلی دی ،  چې داسلام اباد حکومت   له طالبانو پوځی ، مالی او وسله وال ملاتړونه کوی ،  خو دپاکستان لوړپوړ سیاسی او پوځی چارواکو  دغه ډول تورونه رد کړی  او وئیلی ئې دی  چې دافغانستان امنیت او سوله خپل امنیت اوسوله ګڼی  او په افغانستان  کې د امنیت اوسولې  لپاره  ئې  تل هڅه کړې ده .

 داپه داسې حال کې دی چې  دپاکستان لومړی وزیر  شاهد خاقان عباسی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی ،  په افغانستان کې  د امریکا نوی سټراټژی  هم   له ټرمپه  دمخکې   امریکائی ولسمشرانو د پروګرامونو  دبرخلیک په څیر   یعنی له هماغه ماتې سره  مخامخ شی . دپاکستان په ضد  دټرمپ په وروستیو څرګندونو پسې   داسلام اباد چارواکی په نظر کې لری ،  دامریکا ددباؤنو دکمولو لپاره  له چین ،روسیې ،ترکیې ا و عربستان سره   خبرې اترې  وکړی .