افغان پوځیان پر طالبانو وسلې اوتجهیزات خرڅوی
افغانستان او پاکستان له دې مخکې هم یوه بل دترهه ګرو ډلو په ملاتړونو اوپه پناه ورکولو تورن کړی دی ، خو د غه تورونه د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې پاکستان ئې پخپلې خاورې کې ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، لازیات شوی دی او د ټرمپ وروستیو څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمینځ داوور دلمبو دزیاتولو رول لوبولی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان خارج وزیر خواجه آصف نن د دغه هیواد له جیو خصوصی ټیلیویژنی چینل سره به خبرو کې ادعا کړې ، طالبان همدااوس دافغانستان دڅلویښت فی صدې برخې کنټرول په لاس کې لری او هغه کابو نوی فی صده ترهه ګرې حملې چې په پاکستان کې کیږی ، په افغانستان کې پلان شوی دی .
هغه همداراز دافغانستان امنیتی ځواک پر طالبانو ډلې د وسلو پر خرڅولو هم تورن کړل .
افغانستان او پاکستان له دې مخکې هم یوه بل دترهه ګرو ډلو په ملاتړونو اوپه پناه ورکولو تورن کړی دی ، خو د غه تورونه د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې پاکستان ئې پخپلې خاورې کې ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی ، لازیات شوی دی او د ټرمپ وروستیو څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمینځ داوور دلمبو دزیاتولو رول لوبولی دی .
افغان چارواکو تل وئیلی دی ، چې داسلام اباد حکومت له طالبانو پوځی ، مالی او وسله وال ملاتړونه کوی ، خو دپاکستان لوړپوړ سیاسی او پوځی چارواکو دغه ډول تورونه رد کړی او وئیلی ئې دی چې دافغانستان امنیت او سوله خپل امنیت اوسوله ګڼی او په افغانستان کې د امنیت اوسولې لپاره ئې تل هڅه کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د امریکا نوی سټراټژی هم له ټرمپه دمخکې امریکائی ولسمشرانو د پروګرامونو دبرخلیک په څیر یعنی له هماغه ماتې سره مخامخ شی . دپاکستان په ضد دټرمپ په وروستیو څرګندونو پسې داسلام اباد چارواکی په نظر کې لری ، دامریکا ددباؤنو دکمولو لپاره له چین ،روسیې ،ترکیې ا و عربستان سره خبرې اترې وکړی .