دافغانستان دجنګ سیمه ایز کولو لپاره دامریکانوی سناریو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55278-دافغانستان_دجنګ_سیمه_ایز_کولو_لپاره_دامریکانوی_سناریو
ټرمپ چې خپل ولس ته د انتخاباتی کمپاین په پړاؤ کې ژمنه ورکړې وه چې که په انتخاباتو کې بریالی شی ، نو امریکائی عسکر به له ا فغانستانه وباسی ، خو کله ئې دسپینې مانۍ دروازې ولیدې ، او د واکوالۍ ئې څو میاشتې تیرې شوې ، نو له خپل ولس سره ئې دخپلو ژمنو په اپوټه دافغانستان لپاره دخپلو جنرالانو په غوښتنې سره یوه داسې سټراټژی برابره کړه چې دجنګ په دوام ټینګار کوی او د سولې پروسې ته ئې پکې هیڅ اهمیّت نه دی ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 01, 2017 08:30 Asia/Kabul
  • دافغانستان دجنګ سیمه ایز کولو لپاره دامریکانوی سناریو

ټرمپ چې خپل ولس ته د انتخاباتی کمپاین په پړاؤ کې ژمنه ورکړې وه چې که په انتخاباتو کې بریالی شی ، نو امریکائی عسکر به له ا فغانستانه وباسی ، خو کله ئې دسپینې مانۍ دروازې ولیدې ، او د واکوالۍ ئې څو میاشتې تیرې شوې ، نو له خپل ولس سره ئې دخپلو ژمنو په اپوټه دافغانستان لپاره دخپلو جنرالانو په غوښتنې سره یوه داسې سټراټژی برابره کړه چې دجنګ په دوام ټینګار کوی او د سولې پروسې ته ئې پکې هیڅ اهمیّت نه دی ورکړی .

دافغانستان  لپاره د امریکا دنوی سټرتژۍترینګلتیاوې هماغه راز د سیمه ایزو اونړیوالوسیاسی اورسانئ ټولنودبحثونوپه سرکې یوه جنجالی موضوع جوړه شوې ده.

زمونږخبریال راپورراکړ  داګست  په ۲۲نیټه  دافغانستان اوجنوبی آسیا لپاره دامریکا  دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دغه هیواد نوی سټراټژۍ  په اعلان سره چې پاکستان  له طالبانو اوحقانی چینل څخه  دملاتړ  په خاطر پکې تورن شوی  او سخت دباؤنه پرې اچول کیږی ، دغه  سټراټژی  په سیمه ایزه سویه یو شمیر پلویان اویو شمیر مخالفان لری .روسې او چین په ډاګه له دغې سټراټژۍ سره خپل مخالفت اعلان کړی دی . دایران اسلامی جمهوریت هم  په روښآنه توګه وئیلی دی  اسلامی ایران هم دنورو هیوادونو په چارو کې  دامریکا دلاسوهنو ختمول غواړی .دغه راز هندوستان او افغانستان  هم ددغې سټراټژۍ  ملاتړ  اعلان کړی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان حکومت وئیلی دی ،  هڅه کوی   له  دغې سټراټژۍ سره دمخالفو هیوادونو  اعتماد جلب کړی .  دافغانستان د ولسمشر  مرستیال ویندوی  نجیب ا...  آزاد   په یوې مرکې کې وئیلی دی ، چې  دغه سټراټژی  دکابل دحکومت په غوښتنې سره برابره شوې د ه، او د سیمې هیوادونه  د  دغې سټراټژۍ  له منلو پرته بله  لاره نه لری .

دافغانستان  لپاره  دامریکا په نوی سټراټژۍ کې   راغلی دی چې  ترهه ګر او دهغوی مرکزونه اوپټنځایونه به له مینځه یوسی . د امریکا ولسمشر په ډاګه وئیلی دی ،  چې امریکا پاکستان سره په میلیارډونو ډالری مرستې کړی دی  خو دغه هیواد   هغو ترهه ګروډلو ته پناه ورکوی چې  په افغانستان کې له امریکائی  عسکرو سره جنګیږی .

ډیری شناندی او کارپوهان وائی ،ټرمپ  چې  خپل ولس ته د انتخاباتی کمپاین په  پړاؤ کې  ژمنه ورکړې وه چې   که په انتخاباتو کې بریالی شی ، نو  امریکائی عسکر به له ا فغانستانه وباسی ، خو کله ئې  دسپینې مانۍ  دروازې ولیدې ، او د واکوالۍ ئې څو میاشتې تیرې شوې ، نو له  خپل ولس سره ئې دخپلو ژمنو په اپوټه    دافغانستان لپاره  دخپلو جنرالانو په غوښتنې سره  یوه  داسې سټراټژی  برابره کړه چې  دجنګ په دوام ټینګار کوی  او   د سولې پروسې ته ئې  پکې هیڅ اهمیّت نه دی ورکړی .  دتهران ریډیو  پښتو خپرونې   په دې باب  په فرانسې کې د  دیره  یوه افغان کارپوه او تکړه شناندی  ډاکټر محمد اکبر وردګ  نظر دټیلیفون له لارې پوښتلی چې هغه هم  په ځواب کې وئیلی ،  دافغانستان لپاره دامریکا نوی سټراټژی،  چې  په افغانستان کې د ترهه ګرۍ او جنګ جګړو دختمولو  په پلمه  دجنګ  په دوام او سختولو ټینګار کوی ،په دې معنا ده چې  امریکا   غواړی  په افغانستان کې  داوږدمهاله پړاؤ لپاره  پاتې شی  او  دخپل شتون د دوام لپاره د  جنګ  دوام ته اړتیا لری څو  خپل شتون توجیه کړی .  د ډاکټر اکبر وردګ په وینا ،   امریکا خپلې موخې  چې  دپوره کیدا لپاره ئې په ۲۰۰۱کال کې په دغه جنګ ځپلی هیواد  لښکر کشی وکړه ، ټاکلی دی  او   هغه سیمه ایزه   ا و نړیواله بڼه لری  او ترڅو  چې  دغه موخې پوره شوی نه وی ، امریکا  به له افغانستانه ونه وځی .   اکبر وردګ صیب همداراز  دامریکا په نوی سټراټژۍ کې  پر پاکستان  دباؤنو ته په اشارې سره   هم ووئیل ، پاکستان   په  تیرو اولسو  کلونو کې   هرکار او هر پروګرام  چې  دافغانستان په  اړه ئې درلودلی ،  په بشپړ ډول ئې دامریکا په غږملتیا سره ترسره کړی دی  او  په پاکستان دامریکا اوسنی دباؤنه چې  په نوی سټراټژۍ کې ئې اعلان کړی دی ،  ډونالډ   ټرمپ  دامریکا  د عمومی افکارو  د قانع کولو  او غولولو  لپاره  پر پاکستان دغه شان دباؤنه  اچول اعلان کړی دی څو دغه هیواد(پاکستان )  دافغانستان د جنګ   د دوام اصلی ګرَم   معرفی کړی  او  عمومی افکارو ته دا القاء کړی چې   دترهه ګرۍ دختمولو لپاره  ضروری ده چې  افغانستان ته نور عسکر ولیږدوی .  دسیمې د چارو  دغه کارپوه  همداراز  له دغې ستراټژۍ  څخه د کابل دحکومت دملاتړ  په باب هم ووئیل  چې  دغه حکومت  دامریکا  په لاسونو کې یوه لوبتکه ده ،نو  دی   مجبوره دی ،  چې حتما  دامریکا له  هغې  سټراټژۍ ملاتړ وکړی ، چې  د برابرولو په وخت ئې  د دغه حکومت یو استازی  هم موجود نه ؤ .  هغه همداراز  دچین اوروسیې پشمول  د ځینو سیمه ایزو  هیوادونو   مخالفتونو اومنفی عکس العملونو  په تائیدولو سره  ووئیل ، دامریکا اصلی  موخه او مقصد  دسیمې  لازیات ناکراره کول  او  درستې سیمې ته دافغانستان دجنګ غزول دی  او اوس  دا احتمال   هم شته چې    په سیمې کې دامریکا د دغو سرزوریو او برماشیو په ضد  یوه سیمه ایزه اجماع  بڼه ومومی .

(لیکوال : عاشق حسین طوری )