دقربانۍ د اختر په شپو ورځو کې د افغان ملکیانو قربانی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55308-دقربانۍ_د_اختر_په_شپو_ورځو_کې_د_افغان_ملکیانو_قربانی
اوس پوښتنه دا ده چی افغان اولس به تر کومه د امریکایانو ، افغان دولت او وسله والو مخالفینو د دغه ډول جنایتونو په وړاندې غلی پاتې شی ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2017 08:22 Asia/Kabul
  • دقربانۍ د اختر په شپو ورځو کې د افغان ملکیانو قربانی

اوس پوښتنه دا ده چی افغان اولس به تر کومه د امریکایانو ، افغان دولت او وسله والو مخالفینو د دغه ډول جنایتونو په وړاندې غلی پاتې شی ؟

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم په کابل کې د ملګرو ملتو دفتر اعلان وکړ د لومړنیو تحقیقاتو په اساس په افغانستان کې په هغو هوایی حملو کې چی تیره وانۍ شوی دی ، ۲۸ ښځې او ماشومان مړه او ۱۶ نور هم ژوبل شوی دی ، دا په داسې حال کې دی چی د وږی له دریمې په څو سیمو کې د میرمنو او ماشومانو په شمول افغان ملکیان په وینو کې لغړیدلی دی .

په کابل کې د امام زمان علیه سلام په جومات کې په لمونځ کونکیو په ترهه ګره حمله کې ۱۰۰ کسان مړه او ژوبل شول چی داعش ترهه ګرې ډلې یې مسولیت په غاړه واخیسته . د کندوز ولایت په چار دره ولسوالۍ کې د امریکایی عسکرو د هوایی حملو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په شمول یو شمیر ملکیان مړه او ژوبل شول او همداراز په هغه انتحاری حمله کې چی د تیرې اونۍ په نهې ورځ د کابل ښار د نهمې حوزې کابل بانک مخې ته وشوه ، د افغان دولت د سرچینو په وینا ۱۵ ملکیان پکې ووژل شول . خو د طالبانو ویندوې ذبیح ا... مجاهد چی د نوموړی حملې پړه یې په غاړه اخیستی ده ، وایی چی دا ۱۵ کسان د یو شمیر افسرانو په شمول افغان عسکر وو چی د خپلو تنخواګانو د ترلاسه کولو لپاره په صف کې ولاړ وو  ، همداراز له هرات ولایت رارسیدلی راپور ونه د دې ښودنه کوی چی په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان عسکرو د هوایی حملو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰ ملکیان وژل شوی دی  ، یعنی په هرو څلورو موردونو کې چی تیره اونۍ د داعش ، امریکا ، طالبانو او افغان امنیتی عسکر و له لوری شوی ، قربانیان یې یوازې ملکیان وو . دلته یوبل تریخ حقیقت دا دې چی د دغو څلورو واړو جنایتونو عوامل  و یو بل  لازم و ملزوم بولی  او په دوی کې هر لورې د خپل ترسره شوی جنایت لپاره د مقابل لوری وحشت او شتون د خپل دلیل په توګه  بولی  ، چی په داسې وضعیت کی خلک زیاتره له افغان عسکرو ګله لری ځکه چی دوی په افغانستان کې د حاکمیت ادعا لری او طالبان د پردیو ګوډاګیان بولی . که دا سمه وی نو افغان امنیتی عسکر چی دنده یې د خپلو خلکو د امنیت تامینول دی ، ولې هغو په بی رحمۍ سره قتل عام کوی ؟ که ځواب دا وی چی طالبان له خلکو د انسانی ډال په توګه استفاده کوی او دخلکو له کورونو په امنیتی عسکرو ډزې کوی ، نو که طالبان په خلکو کې نفوذ کولې شی او افغان عسکر د خلکو د کورونو له بمبارولو پرته بله چاره نلری ، معنا یې دا ده چی خلک له خپل دولت او پوځ سره ندی بلکې طالبانو ته ګروهنه لری ، د افغانستان دولت او پوځ دا نفوذ چی طالبان یې په خلکو کې لری ، ولې دوی باید دا نفوذ ونلرلې شی  او په داسې پیښو کې د امریکایی او بهرنیو عسکرو په وسیله د ترسره شویو جنایتونو درست مسولیت هم د افغان دولت په غاړه دې  ځکه چی دوی د افغان دولت نړیوال متحدان دی . د افغان دولت نړیوال متحدین د افغانستان په مځکنی او هوایی حریم د تیری په وړاندې تل غلی دی خو د افغانستان په کلیو او بانډو کې تل د ښځو او ماشومانو په شمول افغان ملکیان په بې رحمۍ سره بمباری کوی  او افغان دولت نه یوازې د هغو مخه نشی نیولې بلکې په  دغو جنایتونو او ظلمونو اعتراض هم نشی کولې ، نه یوازې اعتراض نشی کولې بلکې په اکثرو موردونو کې افغان دولت د امریکایانو جنایتونه توجیهه کوی  او افغان چاوراکی د دغه ډول پیښو او جنایتونو  په وړاندې عجیبه غبرګونونه ښی  او غواړی چی په دغو غبرګونو سره خلک ارامه او مثبتې نتیجې ولرلې شی  ، خو هغه ټکی او لهجه چی په دغو غبرګونو کې کارول کیږی ، منفی او ناهیلونکی نتیجې لری ، د بیلګې په توګه په کابل کې د امام زمان ع په جومات د حملې په اړه د اشرف غنی دریځ دا وو چی دښمنان به په دغه ډول حملو سره خپلو هدفونو ته ونه رسی ، چی دغه ډول جملې او ټکی تقریبا له حملې وروسته د افغان چارواکو له خلې تکراریږی او هڅه کیږی چی خلک په دغه ډول منفعلو دریځونو سره ارامه کړی خو د راتلونکیو جنایتونو د مخنیوی لپاره هیڅ فکر نه کوی  .

اوس پوښتنه دا ده چی افغان اولس  به تر کومه د امریکایانو ، افغان دولت  او وسله والو مخالفینو د دغه ډول جنایتونو په وړاندې غلی پاتې شی ؟

 

عاشق حسین طوری