امریکا دطالبانو په لاخطرناک بریښولو سره له داعشه ملاتړ کوی
دافغانستان داسلامی اخوت ګوند مشر ټینګار کړی ، دامریکا پشمول لویدیځوالو له کلونو راهسې طالبان خطرناک نه ګڼل ،خو اوس دطالبانو خطرناک بریښول په دې معنا دی چې د داعش ترهه ګرې ډلې په څیر له یوې بلې داسې سپیرې څیرې ملاتړ وکړی چې دامریکا دګټو لپاره فعالیتونه کوی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د اخوت اسلامی ګوند مشر مولوی حبیب ا... حسام په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ، امریکا په نظر کې لری څو طالبان خطرناک وبریښوی ا په دغې ډلې په دباؤ زیاتولو سره د داعش ترهه ګرې ډلې دشتون دپراختیا زمینه برابره کړی څو په افغانستان کې خپلې سپیرې ګټې تامین کړی .
دافغانستان داسلامی اخوت ګوند مشر ټینګار کړی ، دامریکا پشمول لویدیځوالو له کلونو راهسې طالبان خطرناک نه ګڼل ،خو اوس دطالبانو خطرناک بریښول په دې معنا دی چې د داعش ترهه ګرې ډلې په څیر له یوې بلې داسې سپیرې څیرې ملاتړ وکړی چې دامریکا دګټو لپاره فعالیتونه کوی .
هغه همداراز په افغانستان کې دامریکا دپوځی شتون دزیاتولو لوپه باب د ډونالډ ټرمپ سټراټژۍ ته په اشارې سره وویل ، دغه سټراټژی ، افغانستان د لازیاتې تباهۍ په لور کاږی او په دې کې هیڅ مثبت ټکی نشته .
دافغانستان داهل تسنن دغه لوی عالم روښآنه کړې ، په دغه هیواد کې دجنګ دوام دامریکا دسپیرو موخو په اساس دوام مومی او په افغانستان کې دامریکائی عسکرو شتون د دغه هیواد دلابې ثباته اوناکراره کولو ته لمن وهل دی . دم ګړۍ په افغانستان کې څه دپاسه دیارلس زره بهرنی عسکر موجود دی چې په هغو کې کابو لس زره امریکائی عسکر دی .