دترکیې ولسمشر دافغانستان اوپاکستان ترمینځ داړیکودښه کولولپاره مینځګړیتوب کوی
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قزاقستان کې د اسلامی ملګرتیاموسسې دمشرانو دغونډې په څنډې کې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کې په افغانستان کې د امریکادنوی سټراټژۍ په ملاتړ په ټینګارسره داسلام اباد اوکابل ترمینځ ئې د اړیکو له ښه کولو سره دمرستې لپاره د انقرې د حکومت چمتووالی خبرو رکړ .
ایرناخبری آژانس راپورورکړهغه په عین حال کې له پاکستان سره داشرف غنی په مشرۍ دافغانستان دسولې له بهیره په ملاتړ سره دسیمې پرسولې اوثبات هم ټینګار وکړ .
ترکیې ولسمشر په داسې حال کې په افغانستان کې د دامریکا له نوی سټراټژۍ ملاتړ کوی چې امریکا له ۲۰۰۱کال راهسې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه شتون لری خو نه یوازې ئې ترهه ګری ختمه کړې نه ده بلکې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ترهه ګری او دنشه ایزو توکو قاچاق اوتولید ورځ تربلې لاپسې زیاتیږی ، او اوس امریکا بیا پخپلې نوی سټراټژۍ سره نیّت لری په افغانستان کې له خپلو دیره څه دپاسه لسو زرو عسکرو سره نور څلور زره تازه دم پوځیان هم ورزیات کړی ، یوه داسې موضوع چې دافغانستان د مخکینی ولسمشر حامد کرز په اند ، دجنګ وژلو او ناکراریو پراختیا ته لمن وهی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې کې دافغانستان دسولې له بهیره د ترکیې دولسمشر دهراړخیز ملاتړ په قدرونې سره ووئیل ، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او له پاکستان سره هر اړخیزه مذاکراتو ته تیار دی . هغه ټینګار کړ ی ، اوسنی حالت باید بدلون وکړی او په سیمه کې له موجوده شرایطو څخه د سولې او ثبات په برخه کې استفاده وشی.
دافغانستان ولسمشر په داسې حال کې په همداوروستیو کې له پاکستان سره دهراړخیزو خبرواترو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی چې دکابل اسلام اباد اړیکې په تیرو دووکلونو کې تر ډیره حده ترینګلی شوی او دواړه لوری یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوی .