اسلامی ایران سولې ته درسیدو لپاره دافغان حکومت د هڅو ملاتړ کوی
باید نړیواله ټوله له ترهه ګرو ډلو او دهغو له ملاتړوسره په مبارزې کې دافغانستان دملی وحدت حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ په ملګروملتو کې داسلامی ایران د دایمی استازی مرستیال اسحاق آل حبیب بیګا دملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې چې دافغانستان د حالاتو ارزونې په باب جوړه شوې وه ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دنړیوالې ټولنې پر غږمله اقدام په ټینګار سره روښانه کړې ، ایران سولې ته درسیدو لپاره دافغانستان د حکومت دهڅې بشپړ ملاتړ کوی.
هغه په دغې ناستې کې دملګروملتود سرمنشی د روان ستمبر دمیاشتې هغه راپور ته په اشارې سره چې په هغه کې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو د ودې او دامنیتی حالاتو دلاخرابیدو پر دوام ټینګار شوی دی ، ووئیل دغه راپور ښئ افغانستان دامریکا دیرغلونو اولښکر کشۍ له یوې نیمې لسیزې تیریدا وروسته لاناکراره شوی دی .
د آنتونیو ګوترش دروانې میاشتې په راپور کې راغلی دی ، په افغانستان کې دتاؤتریخوالو اندازه په درې فی صدی ودې سره له ۲۰۰۱کال راهسې اوس خورا ډیر لوړ حد ته رسیدلې ده .
آل حبیب همداراز د داعش اوطالبانو پشمول دترهه ګرو ډلو په لاس د افغانستان دعامو خلکو په تیره بیا د دغه هیواد اهل تشیع وژلو ته هم اشاره وکړه او وې وئیل په افغانستان د بیلابیلو ترهه ګرو ډلو زیاتیدا په دغه هیواد کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره دنړیوالې ټولنې غږمله اقدام ضروری کوی او باید نړیواله ټوله له ترهه ګرو ډلو او دهغو له ملاتړوسره په مبارزې کې دافغانستان دملی وحدت حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی . په ملګروملتو کې د اسلامی ایران داستازی مرستیال دغه راز دمیلیونونو افغان کډوالو څخه داسلامی ایران کوربتوب ته هم اشاره وکړه او وې وئیل دایران ښونځی په نوی تعلیمی کال کې هم د تیر کال په شان پرلکونو افغان ماشومانوپه وړاندې خلاص دی ، ځکه داسلامی انقلاب معظم لارښود دفرمان په اساس دافغانستان یو ماشوم کډوال حتی دغیر قانونی کډوالو ماشومان هم باید له تعلیمی خدماتو محروم پاتې نشی اود ایران درست ښونځی پابند شوی څو دهغوی نامې ولیکی .