په ننګرهارکې دافغان اوامریکائی عسکروپه ګډوعملیاتو کې۲۲وسله وال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i57049-په_ننګرهارکې_دافغان_اوامریکائی_عسکروپه_ګډوعملیاتو_کې۲۲وسله_وال_ووژل_شول
دافغانستان خبرې سرچینې او دغه راز د دغه هیواد ځینی سیاستوالان او حکومتی چارواکو په کرتو وئیلی دی ،چې دافغانستان په ځینو سیمو کې د ځینو چورلکو په وسیله د داعشی ترهه ګرو په مرکزونو او مورچلو کې پوځی تجهیزات ځای په ځای کیږی او دغه راز له هغوی سره بشپړ مرستې کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2017 01:37 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکې دافغان اوامریکائی عسکروپه ګډوعملیاتو کې۲۲وسله وال ووژل شول

دافغانستان خبرې سرچینې او دغه راز د دغه هیواد ځینی سیاستوالان او حکومتی چارواکو په کرتو وئیلی دی ،چې دافغانستان په ځینو سیمو کې د ځینو چورلکو په وسیله د داعشی ترهه ګرو په مرکزونو او مورچلو کې پوځی تجهیزات ځای په ځای کیږی او دغه راز له هغوی سره بشپړ مرستې کوی

زمونږ خبریال دجنګ انټرنیتی سایټ له قوله راپور راکړ  دافغانستان په ننګرهار ولایت کې  په لال پور ولسوالۍ کې  بیګادافغان عسکرو په  پاکونکو عملیاتو کې  اوه وسله وال ترهه ګر وژل شوی دی .

دافغانستان ځای سرچینو دغه راز  دیوې  خبرتیا په خپرولو سره  هم وئیلی دی ،د دغه ولایت په نازیانو کې هم  دامریکا ډرون الوتکو په حملو کې  هم   د داعش پنځلس  ترهه ګرهلاک شوی او دغه راز د هغوی یو شمیر پټنځایونه او  ستر پوځی تجهیزات هم تباه شوی دی

داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان خبرې سرچینې او دغه راز د دغه هیواد ځینی سیاستوالان او  حکومتی چارواکو په کرتو وئیلی دی ،چې  دافغانستان په ځینو سیمو کې د  ځینو چورلکو په وسیله  د داعشی ترهه ګرو  په  مرکزونو او مورچلو کې  پوځی تجهیزات ځای په ځای کیږی او دغه راز   له هغوی سره بشپړ مرستې کوی ،  خو د غه  ډول  خبرې بیا  دکابل حکومت په کلکه ردوی او وائی  دوی ته د اسې کوم ثبتونه  نه دی وړاندې کړائ شوی چې وښئ  بهرنۍ په تیره بیا امریکائی چورلکې د د داعشیانو په  ا ختیار کې سیمو کې کوزې شوی وی .