شانګهای موسسه دې دافغانانو په مشرۍدسولې له بهیره ملاتړ وکړی
دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی وئیلی دی ، دافغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ، دشانګهائی دملګرتیا موسسې له تماس ډلې د دغه هیواد دحکومت یوه اساسی غوښتنه ده .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی راپورښئ دافغانستان په چورلیزتوب سره په ماسکو کې د شانګهائی ملګرتیا موسسې دتماس ډلې پرونۍ غونډې کې دافغانستان دخارجه وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ د دغه هیواد دحکومت په استازیتوب پلاوی ګډون درلود.
دافغانستان پلاوی دشانګهائی دملګرتیا موسسې دتماس ډلې له غړو هیوادونو غوښتی دی ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او دغه راز دسولې اوثبات په پیاوړتیا کې دې د افغانستان دحکومت ملاتړ وکړی .
په دغې غونډې کې هند اوپاکستان چې په همداوروستیو کې دشانګهائی موسسې غړی شوی دی هم شتون درلود.