دافغانستان په ننګرهار کې طالبان اوداعشیان بیا سره ښکر په ښکر شول
په همداوروستیو کې ځینو حکومتی چارواکو او ولسی شخصیتونو په ډاګه وئیلی وو چې دافغانستان په ختیځی ولایتونو کې معلوم الحال چورلکې د داعشی ترهه ګرو ترکنټرول لاندې سیمو کې کوزیږی او داعشیانو ته دضرورت شیانو جوپې رسوی چې دغې چارې د افغانانو اندیښنې لازیاتې کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان په ننګرهار کې دخوګیاڼیو ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو ډلې اوداعشی تکفیری ډلې ترمینځ په سختو نښتو او اخ وډب کې له دواړو خواؤ په لسګونو کسان هلاک او ټپیان شوی دی .
راپورښئ دوی په یوه بل ددرندو وسلو بریدونه کړی او وئیل کیږی چې دیوه بل ځینی کسان ئې سره نیولی هم د ی .
څو ورځې مخکې هم په ننګرهار ولایت کې د طالبانوو اود اعشی ترهه ګرو ترمینځ په نښتو کې شپږداعشی ترهه ګر هلاک شوی وو .
د اپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې ځینو حکومتی چارواکو او ولسی شخصیتونو په ډاګه وئیلی وو چې دافغانستان په ختیځی ولایتونو کې معلوم الحال چورلکې د داعشی ترهه ګرو ترکنټرول لاندې سیمو کې کوزیږی او داعشیانو ته دضرورت شیانو جوپې رسوی چې دغې چارې د افغانانو اندیښنې لازیاتې کړی دی .