دامریکا شتون په افغانستان کې د جنګ د سختیدولامل شوی دی
دپاکستتان د ا ستخباراتی ادارې آئی ایس آېی پخوانی مشردغه راز ووئیل،امریکا هیڅکله هم نه دی غوښتی څو نړیوال مشکلات په سوله ایز ډول حل شی او تل شخړې رامینځة کونکی سیاستونه تفقیبوی چې باید سیمې دهیوادونو مشران په خود کې شی او د امریکا په دسیسو دې نور ځانونه نه غولوی .
تسنیم خبری آژانس راپورو رکړی دپاکستان دپوځ استخباراتی ادارې آئی ایس آئی پخوانی مشر جنرال اسد درانی په روسیې کې دیوه پوځی اکاډمۍ دلیدو په وخت وئیلی دی ، ترڅو چې په افغانستان کې د امریکا په قوماندانۍ سره بهرنی عسکر موجود وی ، په دغه هیواد کې به جنګ هم دوام ولری .
هغه خبرداری ورکړی ، که امریکائی عسکر له افغانستانه ونه وځی ،نو په دغه هیواد کې به جنګ هماغه راز نوره هم په سختۍ سره دوام وکړی .
دپاکستتان د ا ستخباراتی ادارې آئی ایس آېی پخوانی مشر دغه راز ووئیل، امریکا هیڅکله هم نه دی غوښتی څو نړیوال مشکلات په سوله ایز ډول حل شی او تل شخړې رامینځة کونکی سیاستونه تفقیبوی چې باید سیمې دهیوادونو مشران په خود کې شی او د امریکا په دسیسو دې نور ځانونه نه غولوی .