آخر په جوماتونو داسلام په نامه ترهه ګرې حملې ولې ؟
تراوسه پورې ځینو خلکو اوسیاستوالانو ګمان کاوه چې داعش په افغانستان کې یوازې شیعیان په نښه کوی ،خو په کابل کې په امام زمان جومات او په غور ولایت کې داهل سنت په جومات حملې وښودله، داعش چې له سیاسی ،اقتصادی او مالی پلوه یوه پیّلی ترهه ګره ډله ، له خپلو همفکره کسانو پرته هیڅوک اویوه فرقه هم نه بخښی .
دانسانیّت، اسلامیّت قسم خوړلو دښمنانو یو ځل بیا دافغانستان په کابل کې په امام الزمان جومات او دغه راز د غور ولایت په رولینه ولسوالۍ کې په یوه بل جومات کې په بوږنونکو جنایتونو سره خپله اصلی او کرکیجنه څیره یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړه .
زمونږخبریال هم راپور راکړ تکفیری ترهه ګر د ماښام لمانځه په وخت په کابل کې دامام زمان جومات ته لمونځ کونکو په پوښښ کې ننوتل ، په داسې حال کې چې دجمې لمونځ اداکید، یوه تکفیری ترهه ګر دلمونځ ګوزارو دریم صف ته لاسی بم وروغورځاوه او بیا یوه ترهه ګر په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد دلمونځ ګوزارو په مینځ کې هغه هم دخدای دکور د ننه وچاودول چې له امله ئې څه دپاسه څلویښت لمونځ ګوزار شهیدان شول او څه دپاسه شپیته نور هم ټپیان شول . همداراز د کابل دامام ا لزمان جومات له بوږنونکی پیښې سره په یو وخت دغور ولایت په دوآئينه ولسوالۍ کې هم داهل تسنن په یوه جومات کې پر جمې ولاړ لمونځ ګوزارو هم تکفیری ترهه ګرو ځان مرګی حمله کړې ، چې له امله ئې درې دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شول .
دتهران ریډیو پښتو خپرونې په دې زمینې کې دټیلیفون له لارې دصدای افغان خبری اژانس له مشرحجةالاسلام سید عیسی حسینی مزاری سره د ټیلیفون له لارې په دې باب پوښتنه کړې چې هغه هم په کابل کاوغور کې د دواړو غیر انسانی غمیزو په غندلو سره ووئیل دغه دواړه غمیزې ددې ښودنه کوی چې د مسلمانانو په تیره بیا دافغانانو دښمنانو کلک هوډ کړی څو له یوې خوا دمسلمانانو وکمزوری کولو اقدام وکړی او له بلې خوا د افغانستان په مسلمانانو درز او نفاق واچوی . سید عیسی حسینی مزاری وئیلی دی چې تراوسه پورې ځینو خلکو اوسیاستوالانو ګمان کاوه چې داعش په افغانستان کې یوازې شیعیان په نښه کوی ،خو په غور ولایت کې داهل سنت په جومات حملې وښودله، داعش چې له سیاسی ،اقتصادی او مالی پلوه یوه پیّلی ترهه ګره ډله ، له خپلو همفکره کسانو پرته هیڅوک اویوه فرقه هم نه بخښی.دسید عیسی حسینی مزاری په وینا، اوس وخت رارسیدلی دی چې دافغانستان شیعه اوسنی پشمول درست مسلمانان دې دغفلت له خوبه ویښ شی او داسلام اوانسانیّت په ضد د دغې جنایتکارې تکفیری ترهه ګرې ډ لې سره دمقابلې لپاره چې نه یوازې داسلام اومسلمانانو دبدنامۍ لامل شوی ،بلکې د بوږنونکو جنایتونو دترسره کولو په خاطر په درستې نړۍ کې په تیره بیا په امریکا اواروپا کې ئې د مسلمانانو لپاره ډیر زیات مشکلات رامینځةکړی دی ، یوه بل ته لاسونه سره ورکړی او دغه سرطانی دانه له جرړو وچه کړی او که نن دا کار ونشی نو سبا به ډیر ځنډ شوی وی .
دصدای افغان خبری آژانس مشر همداراز د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعش جنایتکارې ډلې تر شا قدرتونو ته په اشارې سره وئیلی ، دترهه ګرو په تیره بیا د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دملاتړو په سر کې امریکا او همداراز پاکستان او سعودی عربستان دی چې لومړی (یعنی پاکستان ) د امریکا د استعماری پروګرام مجری او دوهم هم یعنی سعودی عربستان له مالی اوفکری پلوه دتکفیری جنایتکارې ترهه ګرې ډلې داعش فکری او مالی ملاتړی دی ،څو په دغه کار سره هم دخپل ارباب یعنی امریکا په حق کې خدمت وکړائ شی او او هم د وهابی غلط او ځیږ تفکر ، دوسلو او مالی مرستوپه زور پر مسلمانانو وتپی . سید عیسی حسینی مزاری همداراز دکابل دامام زمان جومات په بیګانۍغمیزې کې دافغانستان په امنیتی ځواک په سختو نیوکو سره ووئیل ؛ دافغانستان حکومت اوامنیتی ځواک چې سږکال په محرم کې په دستورو کې په سختو امنیتی تابیاؤ په غوره کولو سره ئې دترهه ګرو پیښو مخه نیولی وه، خو بیګا د تل په شان دماښام اوماسختون لمانځّه په وخت امنیتی تدبیرونه رعایت نه وو کړی او جومات ته دتلونکو دپلټنې لپاره یو امنیتی مامور هم نه ؤ موجود ، او دښمن هم چې دمحرم په شپو ورځو کې ئې هیڅ ډول جنایت نه ؤ کړی ، دامنیتی ځواک له لټیو په استفادې سره ئې دمحرم دمیاشتې په وروستۍ ورځې په کابل کې د امام زمان جومات او په غور ولایت کې د داهل سنت په یوه جومات کې دلمونځ ګوزارو په ټول سخت او درندۀ ګوزارونه وکړل او خپل هویّت اواصلی څیره ئې نندارې ته وړاندې کړه .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )