د افغانستان جګړی اصلی ریښه چیرته ده؟
د افغانستان ولسمشر، اشرف غنی، پرون سهار د ګردېز د وروستی برید د غمځپلیو کورنیو د تسلیت لپاره پکتیا ته لاړ. دغسې خواخوږی اړینه او ښه ده؛ خو چې یوازې تشریفاتی نه وی او له اخلاص سره مل وی.
د اخلاص یو شرط بیا دا دى چې د ناورین پر اصلی لاملونو فکر وشی او حکومت او چارواکی یې په رفع کولو کې جدی اقدام وکړی. که د ستونزو د حل اراده نه وی، نو یوازې په لفاظیو او جنازو ته په اوږو ورکولو زموږ د ماتم ځپلی ولس تسلی نه شی کېداى شی، او نه دغه خونړى بهیر درېداى شی.
موږ په تېرو څو ورځو کې د شپږو لویو بریدونو شاهدان یو چې په سلګونو تنه افغانان پکې قربانی شول، باور مو دى چې که اساسی چاره ونشی پرلپسې به د همدغسې غمیزو لړۍ دوام مومی، او په تشو لفاظیو او خواخوږیو پسې به چارواکی ونشی رسېداى.
اوس خبره تر ډېره روښانه هم ده چې زموږ ولس ولې په داسې ماتم کې ډوب دى؟ دا چې تراوسه زموږ یو شمېر سیاسیونو او چارواکیو د ولس د غمیزو پړه پر «طالب» او «آى اس آى» وراچوله، د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې پر کردار او رول خبره نه کېدله؛ که کېدله هم یوازې ستاینې وې، نور دغه منطق رنګ بایللى، او آن د امریکا او نړیوالې ټولنې دو آتشه پلویان هم، اوس پر دې اعتراف کوی چې بهرنیان زموږ د بدمرغیو اصلی عاملین دی. په دغسې حالت کې چې اوس ولسی جرګه له امریکا سره د امنیتی تړون د لغوه کولو خبره کوی، معنا یې همدغه ده چې ولس مو د امریکا له دغې مردارې لوبې څخه نور تر پزې راغلى او بیزاره شوی دى.
که چارواکی (ولسمشر غنی او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله) فکر کوی چې په تشریفاتی غمرازیو به ګوزاره وشی ډېره لویه اشتباه کوی.
څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال نیکولسن ویلی وو چې په افغانستان کې به د بمباریو درنه څپه پیل شی. دغه څپه پخوا پیل شوې ده، او د لا پراخېدو او توندۍ په لور درومی.
وروستی بریدونه د همدې څپې غبرګون دى، واقعیت دا دى چې د امریکایی بمباریو پایلې، هم د دولت مخالفینو ته زیان اړوی او هم ولس ته، خو پایلې یې اوسنی حکومت او نظام ته تر ټولو زیاتې خطرناکې دی، ځکه چی که امریکا د حکومت یو مخالف وژنی خو پر ځاى یی د ؤلس درې تنه د مخالفت جبهې ته درومی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی دغه خبره د کاڼې کرښه ده چې د امریکا نوې جنګی ستراتېژی زموږ هېواد د لویو ځواکونو د تودې سیالۍ په ډګر بدلوی.
د ویلو وړ ده، چی د «ډی هیل» امریکایی نشریی هم په یو مطلب کی لکیلی دی: افغانستان به په راتلونکی کی د قدرتونو ترمنځ د نیابتی جګړی په ډګر بدل شی. د داعش ترهه ګره ډله؛ چی د افغانستان د پارلمان د استازی، حاجی ظاهر قدیر، له قوله د افغانستان د دولت له خوا یی ملاتړ کیږی، او د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه کی، یواځی پر طالبانو بمباری کیږی، د دې مسئلې معنا داده؛ امریکا چی په سوریه او عراق کی د داعش په پروژه له ماتې سره مخامخه شوې ده؛ اوس غواړی دغه ډله په کامله توګه افغانستان ته منتقله کړی، او د چین؛ روسیې او د منځنۍ آسیا پولی نا امنی کړی، او جګړه؛ د دغو هیوادونو داخل ته وکاږی.
ځکه نو؛ که افغانستان د قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدلیږی، د دغی مسئلې اصلی علت او عامل، امریکا ده، او د افغانستان د جګړی اصلی جرړه هم باید، په امریکا کی ولټوو؛ چی د سیمی د یو شمیر هیوادونو له خوا خړوبیږی.