آیا واقعا امریکا په افغانستان کې پرمختګ او اصلاحات غواړی؟
دافغان ولسمشر حامد کرزی پشمول زیاتره کارپیژاند او شناندی ، دافغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ سټراټژی دجنګ دسختولو او دوام باندې متمرکزه او د سیمې لپاره ډیره خطرناکه ګڼی او هماغه راز پر پاکستان د امریکا دباؤنه هم پاکستان او چین ترمینځ له اقتصادی کریډور سره دمخالفت په لړ کې ګڼی.
دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن جنوبی آسیا او سیمې ته دخپل سفر له ختمیدو وروسته وئیلی دی ، افغان حکومت دیوه خپلواکه ،ډیموکراټیک او یوموټی افغانستان ته درسیدو لپاره اړتیا لری څو داصلاحاتو د راوستو په باب پخپلو ژمنو عمل وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړی ، دامریکا خارجه وزیر چې په پنجشنبې ورځې ئې افغانستان ،پاکستان اوهندوستان ته دخپل سفر په باب په جینوا کې خبرې کولې وئیلی دی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هغه ته ډاډ ورکړی دی چې هغه او دهغه حکومت دافغانستان د ولس حقیقی پرمختګ ته درسیدو په موخې سره ، داصلاحاتو د راوستو په تیره بیا له فساد سره دمبارزې لپاره هلې ځلې کوی . دهغه په وینا ، هماغه شان چې دامریکا ولسمشر وئیلی دی ، په افغانستان کې سولې ،ثبات او هوساینې ته رسیدا ، دسیمې دهیوادونو او له ټولو مهمه د پآکستان او هندوستان ګډون ته اړتیا لری . رکس ټیلرسن زیاته کړې ، دهیواد موخه ئې داده چې له سیمه ایزو متحدانو سره په افغانستان او پاکستان کې دترهه ګرو د پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو د ریښې د وچولو لپاره ملګرتیا وشی .
دامریکا خارجه وزیر همداراز له پاکستانیو چارواکو سره خپلې خبرې اترې جوتې او روښآنه وبللې او دپاکستان په عملی اقداماتو باندې په ټینګار سره ئې وئیلی دی ، دامریکا راتلونکی کړچار د چاپیریالی شرائطو په اساس دی او د جنوبی آسیا سټراټژی، په شرائطو مشتمله یوه سټراټژی ده . رکس ټیلرسن پر پاکستان غږ کړی ، چې دیوه خپلواکه هیواد په توګه دې ، ځینی هغه ضروری اقدامات چې امریکا ورته اړتیا لری ، ترسره کړی . هغه په دوام کې وئیلی دی ، امریکا هدف ته درسیدو لپاره خپلې سټراټژۍ او تاکتیکونه په بیلابیل ډول منظموی .
دامریکا دخارجه وزارت ویندوئې هم له رسانیو سره په خبرو کې په افغانستان کې دامنیت نشتون یو چیلنج بللی او زیاته ئې کړې ده ، مونږ ډیر سخت کارونه په وړاندې لرو، خو امریکا او د مونږ شریکان په افغانستان کې د هغو دترسره کولو لپاره ژمن یوو . ټیلرسن دغه راز وائی ، دافغانستان حکومت مسئولیّت لری ، داسې شرائط برابر کړی ، چې په اساس ئې طالبان دخبرواترو میز ته حاضر شی .
دامریکا خارجه وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې اوروغې جوړې خبرې کوی ، چې دافغان ولسمشر حامد کرزی پشمول زیاتره کارپیژاند او شناندی ، دافغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ سټراټژی دجنګ دسختولو او دوام باندې متمرکزه او د سیمې لپاره ډیره خطرناکه ګڼی او هماغه راز پر پاکستان د امریکا دباؤنه هم پاکستان او چین ترمینځ له اقتصادی کریډور سره دمخالفت په لړ کې ګڼی. لکه څنګه څه موده مخکې د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس د دغه هیواد په مشرانو جرګې کې د افغانستان اوجنوبی آسیا لپاره د امریکا دنوی سټراټژۍ په بیانولو سره له نوموی کریډور سره دخپل هیواد مخالفت روښانه او جوت کړ .
دتهران ریډیو پښتو خپرونې سیمې ته دامریکا دخارجه وزیر دسفر او په پای کې د هغه دڅرګندونو په باب د افغانستان دچارو دیوه نامتو کارپوه او تکړه لیکوال ښاغلی وحید مژده نظر پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې ووئیل، دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دولسمشرۍ دانتخاباتو په کمپاین کې له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې که بریالی شی ، نو دهغه لومړنی ګام به له مالی اداری فساد سره مبارزه وی ،خو دهغه دحکومت څه دپاسه درې کلونه تیریږی ، تراوسه پورې ، د څو وړو غلو له نیولو پرته ئې د ډیرو شتمنیو پر غلاکونکو هیڅ ډول لاس نه دی اچولی . د ښاغلی مژده په وینا، داشرف غنی د حکومت په تیرو درو کلونو کې مشخصه شوې چې له هغه سره نزدې کسان ( یعنی دهغه خپل خپلوان او یا دوستان ) په فساد کې ککړ شوی دی ، خو دوی آزاد ګرځی او هیڅ ویره هم نه لری . د مژده په وینا ، نه یوازې دافغانستان حکومت نه ،بلکې امریکایان هم له اصلاحاتو او اداری فساد سره دمبارزې په رابطه او حتی له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې چټی لاپې وهی . د ښاغلی مژده په وینا، د افغانستان دپخوانی حکومت هغه وزیران او ځینی چارواکی چې امریکائی تابعیّت ئې درلود، او د غلاګانو له امله ا مریکا ته تښتیدلی دی ، ولې نه نیول کیږی او د افغانستان دمحاکمه کولو لپاره ولې دکابل حکومت ته نه سپارل کیږی ؟ وحید مژده دغه راز وئیلی دی ، هغه میلیارډونو ډالرې چې امریکا مدعی ده ، دافغانستان په بیا رغاونې او امنیت تامینولو کې ئې لګولی دی ، څه دپاسه پنځوس فی صده ئې دامریکا ئی شرکتونو یا پخپله امریکائی جنرالانو او ټیکدارانو دغه هیواد ته بیرته د په غلاکولو او کمیشن اخستو سره بیرته ستنې کړی دی او له ترهه ګرۍ سره په ارتباط کې ، چې امریکا وائی ، د دغې سپیرې بلا د جرړو وچول غواړی ، ښاغلی مژده وائی که امریکا په حقیقت کې دا کار کول غوښتلی ، نو د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳کلونو په هماغو لومړنیو کې ئې جنګ پای ته رسولی شو ، خو امریکا د افغانستان دجنګ دوام ته اړتیا درلوده او اوس هم په لټه کې ده چې دګلبدین حکمتیار په څیر طالبان هم دافغانستان له حکومت سره یو ځای کړی او دهغوی په ځای په دغه هیواد کې باید داعش جنګ ته دوام ورکړی ،ځکه د طالبانو موخې له افغانستانه په بهر کې نه دی او داعش نړیوالې موخې لری او د دغې تکفیری جنایتکارې ډلې په وسیله غواړی نور سیمه ایز هیوادونه له ترهه ګرۍ او شخړو سره لاس اوګریوان کړی .، څو دوی (یعنی امریکایان ) په خړوبو کې کبان ونیسی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )