په ننګرهار ولایت کې طالبان او داعشیان بیاسره ښکرپه ښکرشول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58669-په_ننګرهار_ولایت_کې_طالبان_او_داعشیان_بیاسره_ښکرپه_ښکرشول
طالبانو پر ننګرهار سربیره،په غور وفاریاب او جوزجان ولایتونو کې د داعشی ترهه ګرو پر مورچلو اومرکزونو سخت بریدونه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2017 01:47 Asia/Kabul
  • په ننګرهار ولایت کې طالبان او داعشیان بیاسره ښکرپه ښکرشول

طالبانو پر ننګرهار سربیره،په غور وفاریاب او جوزجان ولایتونو کې د داعشی ترهه ګرو پر مورچلو اومرکزونو سخت بریدونه کړی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان په ختیځ کې دننګرهار  د والی ویندوی  عطا ا.... خوګیاڼی  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د دغه ولایت  په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یو ځل بیا  طالبان او داعشیان سره  ښکیل شوی  او وئیل کیږی  چې دواړو  لورو ته درندې مرګ ژوبلې اوښتی دی  البته  د دقیق   شمیر  په باب څه نه دی وئیل شوی .

  هغه زیاته کړې   دطالبانو  وګړو   په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې  پر داعشی ترهه ګرو له حملې وروسته  داعشیان  له سپری  سیمې شاتګ ته اړ کړل  او وروسته ئې دغه سیمه ونیوله .

 دننګرهار د والی ویندوی  همداراز وئیلی ،  طالبان د دغه ولایت  له بیلابیلو ولسوالیو  پر داعشی ترهه ګرو د سخت ګوزار  لپاره  خوګیاڼیو ولسوالۍ ته ورغلی  دی . 

 دا په د اسې حال کې دی چې  له دې مخکې  دافغانستان په پارلمان کې د ننګرهار ولایت استازو  وئیلی وو چې  دامریکا   الوتکې   او هوائی ځواک   د طالبانو اوداعشیانو ترمینځ په نښتې کې د داعشی ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې   ملاتړ کوی

ویل کیږی طالبانو  پر ننګرهار سربیره،په غور وفاریاب  او جوزجان ولایتونو کې  د داعشی ترهه ګرو پر  مورچلو اومرکزونو سخت بریدونه کړی دی .