ایران او پاکستان په افغانستان کې دتاؤتریخوالو په ختمیدا ټینګارکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58828-ایران_او_پاکستان_په_افغانستان_کې_دتاؤتریخوالو_په_ختمیدا_ټینګارکوی
دې ته په پام سره چې ترهه ګری دسیمه ایزې اونړیوالې سولې لپاره جدی ګواښ دی ،ایرانیو اوپاکستانی استازو ټینګار کړی،په افغانستان کې د تاؤتریخوالی اوترهه ګرۍ دپراختیا، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق زیاتیدا او د داعش تکفیری ډلې دفعالیتونو دپراختیا په څیر ګواښونه ، دافغانستان او ګاونډیانو لپاره یو جدی چیلنج دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 09:04 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په افغانستان کې دتاؤتریخوالو په ختمیدا ټینګارکوی

دې ته په پام سره چې ترهه ګری دسیمه ایزې اونړیوالې سولې لپاره جدی ګواښ دی ،ایرانیو اوپاکستانی استازو ټینګار کړی،په افغانستان کې د تاؤتریخوالی اوترهه ګرۍ دپراختیا، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق زیاتیدا او د داعش تکفیری ډلې دفعالیتونو دپراختیا په څیر ګواښونه ، دافغانستان او ګاونډیانو لپاره یو جدی چیلنج دی .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ   دافغانستان   د وروستیو بدلونونو په باب   په اسلام اباد کې د  تهران او اسلام اباد د خبرواترو  لومړنی پړاؤ چې  د دواړو هیوادونو دخارجه وزارت د  عمومی مدیرانو په سویه ترسره شو ، دواړو خواؤ په افغانستان کې  سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره  پر هلو ځلو موافقه وکړه .

 ایران او پاکستان   دخبرواترو په دغه پړاؤ کې  په دې په ټینګار سره چې   په افغانستان کې د جنګ دختمیدا لپاره هیڅ ډول پوځی حل لاره  نشته ،  په دغه هیواد کې ئې د جنګ د ختمولو لپاره د  باؤر وړ   سیاسی ا قدام او  رودې  غوره کول ضروری  وبلل .

 پر دې اساس  دې ته په پام سره چې  ترهه ګری    دسیمه ایزې اونړیوالې  سولې لپاره  جدی  ګواښ دی ،دواړو لورو ټینګار کړی،په افغانستان کې د تاؤتریخوالی اوترهه ګرۍ دپراختیا، دنشه ایزو موادو د تولید او قاچاق زیاتیدا  او د داعش تکفیری ډلې دفعالیتونو دپراختیا  په  څیر  ګواښونه ،   دافغانستان او  ګاونډیانو لپاره  یو جدی چیلنج دی .