له ماشومانو دځان مرګو حملو لپاره استفاده غیر انسانی عمل دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58947-له_ماشومانو_دځان_مرګو_حملو_لپاره_استفاده_غیر_انسانی_عمل_دی
د ځان مرګو عملیاتو لپاره له افغان ماشومانو اوځلمیانو داستفادې او د روزنې سره اړونده خبرونو خپریدا په داسې حال کې د ه چې له دې مخکې دافغانستان ولسی جرګې دافغانستان د پوهنتونونو دځینو استاذانو په وسیله د وهابیّت ددودولو په باب هم خبرداری و رکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2017 18:23 Asia/Kabul
  • له ماشومانو دځان مرګو حملو لپاره استفاده غیر انسانی عمل دی

د ځان مرګو عملیاتو لپاره له افغان ماشومانو اوځلمیانو داستفادې او د روزنې سره اړونده خبرونو خپریدا په داسې حال کې د ه چې له دې مخکې دافغانستان ولسی جرګې دافغانستان د پوهنتونونو دځینو استاذانو په وسیله د وهابیّت ددودولو په باب هم خبرداری و رکړی دی .

زمونږ خبریال د  صدای افغان خبری آژآنس له قوله راپور راکړ  دافغانستان و لسمشر  اشرف غنی نن په یولړ څرګندونو کې  دتکفیری ترهه ګرو ډلو له خوا دځان مرګو  حملو لپاره  له ماشومانو استفاده  غیر اسلامی او غیر انسانی عمل وباله او په دې باب ئې سخته ا ندیښنه وښودله .

   هغه  وئیلی ، دحکومت هڅه داده چې   ماشومانو ته  دعلم او پوهې زمینه برابره کړی ،خو  تکفیری ترهه ګر  له هغوی  د ځان مرګو حملو لپاره د یوې وسیلې په توګه  استفاده کوی .

 اشرف غنی زیاته کړې ، په دې زمینې  کې  له ماشومانو  استفاده  هیڅکله هم د توجیه وړ نه ده او  ترهه ګرې ډلې باید  پوهې شی ، چې  دافغانستان ولس هیڅکله هم زور ته نه تسلیمیږی .

 له دې مخک ېدافغانستان د  کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب  دانش  هم وئیلی  وو ،په  مذهبی مدرسو کې ځینی کسان   ماشومان    د افغانستان په بیلابیلو  سیمو کې  ترهه ګرو حملو ته  لمسوی .  هغه زیاته کړې  په ډیرو موردونو کې    د ا فغانستان دښمنان   په ترهه ګرو حملو کې  له ماشومانو او ځلمیانو استفاده کوی   چې تراوسه پورې له دوی ځینی ځلمیان نیول شوی هم دی .   د ځان مرګو  عملیاتو  لپاره  له افغان ماشومانو اوځلمیانو   داستفادې او د روزنې  سره اړونده  خبرونو خپریدا په داسې حال  کې د ه چې  له دې مخکې دافغانستان ولسی جرګې    دافغانستان  د پوهنتونونو دځینو استاذانو  په وسیله  د وهابیّت  ددودولو  په باب  هم خبرداری و رکړی  دی .