په کنړولایت کې د داعش تکفیری ډلې یو مهم کمانډر هلاک شوی
دوو هغو افغان ماشومانو هم چې په پاکستان کې ئې پوځی روزنې لیدلی وې ، پرون دافغانستان دشمال په بغلان ولایت کې په برکه ولسوالۍ کې ئې ځانونه افغان ځواک ته سپارلی دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د دافغانستان په ختیځی حوزې کې دپوځ ویندوی شیرین آقا فقیری نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د کنړولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د داعش ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی قوماندان شین ګل سره د یو شمیر ملګرو د افغان امنیتی ځواک په هوائی حملې کې هلاک شوی دی .
بل خبر دا چې دوو هغو افغان ماشومانو چې په پاکستان کې ئې پوځی روزنې لیدلی وې ، پرون دافغانستان دشمال په بغلان ولایت کې په برکه ولسوالۍ کې ئې ځانونه افغان ځواک ته سپارلی دی .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې هم په کرتو داسې زیات شمیر ماشومان یا نیول شوی اویا ئې ځانونه حکومتی ځواک ته سپارلی دی ، چې په پاکستان کې د ځان مرګو حملو لپاره روزل شوی او د ورانکاریو لپاره بیا افغانستان ته لیږدول شوی وو .