د ایران، افغانستان او هندوستان ملګرتیا د سیمه ایزې ترقۍ پلانونه بشپړوي
په کابل کښې د ایران سفیر وویل: د چابهار بندر له لارې د ایران، افغانستان او هندوستان درې اړخیزه ملګرتیا له هیڅکوم هیواد یا ښکارندې سره په سیالۍ کښې نه ده او د سیمه ایزې پراختیا د طرحو بشپړونکې ده.
د ایرنا د خبر له مخکښې په کابل کښې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي نن په هغو دستورو کښې چې د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو د وړومبنۍ جوپې د رسیدو په مناسبت د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کښې ترسره شوې، وویل: د ایران، افغانستان او هندوستان د چارواکو ملګرتیا د سیمه ایزې همپالنې د ممکن والي نښه ده او دا درې واړه هیوادونه د یو بل په مرستې سره د سیمې اقتصادي ودې ته رسي.
بهرامي زیاته کړه چې باید ټول هیوادونه هڅه وکړي هغه ټولې وړتیاوې وکاروي چې په سیمه او هر هیواد کښې شته دي څو د سیمې حالت او د هیوادونو اقتصاد ښه شي.
د ایران په سویل ختیځ کښې چابهار بندر د سټراتیجک موقعیت او نړیوالو ازادو سمندرونو ته د لاسرسۍ په وجه د سیمې له نورو هیوادونو سره د ایران په مبادلاتو کښې یو ځانګړی رول لوبوي.