امریکا بیرته دافغانستان جنګ ته ستَنه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59182-امریکا_بیرته_دافغانستان_جنګ_ته_ستَنه_شوې_ده
ډیره شناندی اوکارپوهان وائی ،په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون ، په دغه هیواد کې د عاموخلکو له زرګونو وژلو، د بیخ بینائی تاسیساتو له ورانولو او دنشه ایزو توکو د کښت او قاچاق له زیاتیدا پرته بله هیڅ ګټه نه ده درلودلې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2017 15:20 Asia/Kabul
  • امریکا بیرته دافغانستان جنګ ته  ستَنه شوې ده

ډیره شناندی اوکارپوهان وائی ،په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون ، په دغه هیواد کې د عاموخلکو له زرګونو وژلو، د بیخ بینائی تاسیساتو له ورانولو او دنشه ایزو توکو د کښت او قاچاق له زیاتیدا پرته بله هیڅ ګټه نه ده درلودلې

فارن پالیسی خبری مجلې  پخپل  یوه وروستی راپور کې د  پنټاګان د چارواکو له  قوله لیکلی دی ،دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دامریکا پوځ ته اجازت ورکړی دی چې په افغانستان  کې دې خپل پوځی عملیات بیرته پیل کړی .

 د دغه راپور له مخې ،  دپنټاګان  چارواکو همداراز وئیلی دی ، له دې وروسته به امریکائی پوځیان په مځکنیو  عملیاتو کې دافغانستان له پوځیانو سره مرسته وکړی او دهغوی د هوائی حملو په منظمولو او  غږملولو کې به  هم  رول ولوبوی .

 امریکائی چارواکو  له دې مخکې هم وئیل  چې  په افغانستان کې  د دغه هیواد پوځیان  یوازې دسلاکارۍ  فعالیتونو او روزنو ته دوام ورکوی او  نیغ په نیغه  په جنګ کې ګډون نه کوی .

 ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۱ نیټه   دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره د خپلې نوی سټراټژۍ په اعلانولو کې   دغه هیواد ته د  نوی عسکرو دلیږدولو خبره کړې  وه .

  دامریکا ددفاع وزیر  جیمز ماتیس په وینا، دغه هیواد   افغانستان  ته نور درې زره تازه د م عسکر لیږی .

 ډیره  شناندی اوکارپوهان وائی ،په افغانستان کې  له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون ،   په دغه هیواد کې د عاموخلکو له زرګونو وژلو، د بیخ بینائی تاسیساتو  له ورانولو  او دنشه ایزو توکو د کښت او قاچاق  له زیاتیدا پرته بله  هیڅ ګټه نه  ده درلودلې .