خپلو هیوادونو ته د داعشیانو دبیرته ستنیداپه باب دفرانسې جدی ګواښ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59209-خپلو_هیوادونو_ته_د_داعشیانو_دبیرته_ستنیداپه_باب_دفرانسې_جدی_ګواښ
د دداعش ترهه ګرې ډلې د ګواښونو د دوام په باب د فرانسې د دغو دووامنیتی اوسیاسی لوړپوړو چارواکو څرګندونې ، په حقیقت کې دترهه ګرۍ دموضوع په وړاندې د دوه ګونی کړچار په غوره کولو کې د لویدیځوالو دناسم سیاسیت پایلې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 13, 2017 12:48 Asia/Kabul
  • خپلو هیوادونو ته د داعشیانو دبیرته ستنیداپه باب دفرانسې جدی ګواښ

د دداعش ترهه ګرې ډلې د ګواښونو د دوام په باب د فرانسې د دغو دووامنیتی اوسیاسی لوړپوړو چارواکو څرګندونې ، په حقیقت کې دترهه ګرۍ دموضوع په وړاندې د دوه ګونی کړچار په غوره کولو کې د لویدیځوالو دناسم سیاسیت پایلې دی .

دفرانسې خارجه وزیر  ژان ایو لودریّن  په الجزیره  کې  دالجزایر  له خارجه وزیر  عبدالقادر  مساهل سره  په  کتنې کې  په سورئې او عراق کې د داعش ډلې دماتو په مثبت بللو سره  ټینګار کړی دی ، چې  دا موضوع  منفی پایلې هم لری . ځکه  داعشی عناصر  سوکه سوکه   خپلو هیوادونو ته د ستنیدو په  حال  کې دی .

  د فرانسې  د داخلی ا منیت  دعمومی ادارې مشر لوران نونز  هم  وئیلی دی ، چې  په عراق او سورئې کې  د تکفیریانو له ماتې سره سره ،په دغه هیواد کې  د داعش ترهه ګرې ډلې ګواښ په بشپړ ډول جدی دی .  له ۲۰۱۳کال څخه تر  دې دمه  په فرانسې کې  کابو لس ترهه ګرې حملې شوی دی چې  په سلګونو کسان پکې مړه او ټپیان شوی  دی .

په نیویارک کې  د سوفّن  ګروپ    په نامې سره  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې او دامنیتی  مطالعاتو دمرکز دراپور په اساس ، په عراق او سورئې کې  دهغوی له ماتې وروسته  خپلو هیوادونو ته  د داعش ډلې  دکابو پنځه زره شپږ سوه بهرنیو   وګړو ستنیدا ، د دغو هیوادونو  خورا ستر امنیتی چیلینجونه  راپنځولی دی . دلویدیځی  امنیتی  اورګانونو  ، په کرتو  دهغو داعشی عناصرو  دنوی نسل دراپنځیدو  پّ باب چې  له سورئې اوعراقه خپلو هیوادونو ته ستنیږی ، خبرداری ورکړی دی .  دغه عناصر  چې  د :یوازینیو لیوانو: په نامې سره  یادیږی ، پخپله د ساړو وسلو او دغه راز  ګاډو   په څیر   له امکاناتو  او  آوزارونو څخه  په استفادو سره  ترهه ګرې حملې پلان  او اجرا کوی  او دهغوی داقداماتو دمخنیوی  همدا موضوع ، دلویدیځی  امنیتی  اورګانونو اوپولیسو  لپاره په یوې سترې   ستونزې بدله شوې ده .

 دترهه ګرۍ ضد  چارو یو  کارپیژاند  آندرې باشلافسکی  هم وائی ، امکان شته  په دغه ډول  حملو کې  دقربانیانو شمیر کم وی ،خو  دهغو پراخ انعکاس   دټولنې په  وګړو کې  د بې باؤرۍ  درامینځةکیدا لامل  کیږی  او  همدا موضوع ، دترهه ګرو هدف دی .

په عین حال کې  د دداعش ترهه ګرې ډلې   د ګواښونو د دوام په باب د فرانسې د  دغو دووامنیتی  اوسیاسی  لوړپوړو چارواکو  څرګندونې ، په حقیقت کې  دترهه ګرۍ  دموضوع په وړاندې  د دوه ګونی کړچار  په غوره کولو کې  د لویدیځوالو  دناسم سیاسیت پایلې  دی .  لویدیځوالو او  دهغوی ځینو عربو  متحدانو ،  دخپلې خوښې موخو ته درسیدو او دګټو دپرمخ بیولو  لپاره، له تکفیریانو سره  دمقابلې  په ځای   له ترهه ګرو ډلو ملاتړ ته مخه کړې ده .. اوس  له تکفیری ترهه ګرۍ  په ملاتړ کې دلویدیځوالو د اقداماتو نتیجه ،   خپلو هیوادونو ته د  لویدیځی تکفیری ترهه ګرو عناصرو  په ستنیدو او   که  په  اروپا  یا په امریکا کې،    له داعش سره   وفادار  عناصر،  په ترهه ګرو اقداماتو سره   ظاهر شوی دی . د جرمنی یو کارپیژاند پیټر نیئومن    د داعش راپنځیدو او  دهغوی پراختیا ته په اشارې سره  وئیلی دی ،   دهغه څه نتیجې به چې په سورئې کې  پیښ شوی دی ،  هماغه راز به ورسره تر کلونوپورې لاس اوګریوان وو .   لویدیخی امینتی او سیاسی چارواکی  د داعشیانو دګواښونو دلاجدی کیدا  خبرې کوی  او دا   په لویدیځی هیوادونو کې  دامنیت دسوئې د کمیدا په معنا  ده . فرانسه چې  پخپله   په سورئې  کې د ترهه ګرو ډلو اصلی  ملاتړې ده ، د داعشی  جنایتکارو د ترهه ګرو حملو  په یوې غوره موخې بدله شوې ده . البته    له وسلوالو او بمی چاودنو  د دغو حمله شکل   له ګاډو اوساړو وسلو څخه په استفادو سره   دحملو په لور بدل شوی دی  او همدا  موضوع   د دغو حملو  په پیښیدو کې  د دغو ه یوادونوپه ښاریزو کې  دنهیلیتوب  دزیاتیدو لامل شوې ده .

په ټول کې باید ووئیل شی  چې   دلویدیځ له خوا له ترهه ګرۍ سره  په چلند کې  له دوه ګوڼو معیارونو اوسټنډرډونو  استفاده ، نه یوازې  د دغې موضوع او شخړې   دحل لامل شوې نه ده ،بلکې    داروپا اوامریکا پشمول    دنړۍ په بیلابیلو سیمو کې  ئې د پراختیا لامل   هم شوې ده .  په دې ډول چې   دغه بلا   په راتلونکو کلونو کې  د دغو هیوادونو   دیوې اصلی  امنیتی  مشکل  په توګه  یادیدلی شی .