کابل تل له پاکستان سره د سولې لپاره هڅه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59511-کابل_تل_له_پاکستان_سره_د_سولې_لپاره_هڅه_کړې_ده
د اسلام اباد چارواکی ټینګار کوی چې داعش ترهه ګره ډله ، دپاکستان طالبانو تحریک او نوره وسله والې ډلې دافغانستان په داخل کې مرکزونه لری . په مقابل کې دکابل حکومت هم ورته تورونه مطرح کوی او ټینګار کوی ، چې طالبانو ډله او نوره وسله والې ډلګۍ دپاکستان په داخل کې فعالیتونه کوی او له هماغه ځایه په افغانستان کې دورانکاریو لپاره پلانونه کوی اوبیا د ورانکاریو لپاره جنګ ځپلی افغانستان ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 11:08 Asia/Kabul
  • کابل تل له پاکستان سره د سولې لپاره هڅه کړې ده

د اسلام اباد چارواکی ټینګار کوی چې داعش ترهه ګره ډله ، دپاکستان طالبانو تحریک او نوره وسله والې ډلې دافغانستان په داخل کې مرکزونه لری . په مقابل کې دکابل حکومت هم ورته تورونه مطرح کوی او ټینګار کوی ، چې طالبانو ډله او نوره وسله والې ډلګۍ دپاکستان په داخل کې فعالیتونه کوی او له هماغه ځایه په افغانستان کې دورانکاریو لپاره پلانونه کوی اوبیا د ورانکاریو لپاره جنګ ځپلی افغانستان ته ورځی .

 ایسنا خبری آژانس راپورورکړ  دافغانستان   ولسمشر  اشرف غنی  د دغه هیواد په جنوب کې  دزابل ولایت  دسپین روبو او ځای اوسیدونکو په ټول کې  په دې باب ئې تورونه  چې  هیواد ئې   دپاکستان ورانول غواړی رد کړی  او وئیلی ئې دی ،  کابل تل    له پاکستان سره  د سولې  لپاره   هڅه کړې ده . 

 هغه ووئیل ،   دا نه د  افغانستان دحکومت موخه ده او  نه هم  د افغان ملت .  همداراز مونږ  به هم چاته اجازت  ورنکړو چې  زمونږ دهیواد په ضد  کوم ورانونکی اقدام وکړی.

  دافغانستان ولسمشر  همداراز زیاته کړې ،   په دې باب دغه شان  تصور چې  د سولې   د هلوځلو په باب    دحکومت سټراټژۍ  شفافې نه دی ، بې اساسه او چټی دی .

 اشرف غنی ووئیل  دکابل حکومت  په بشپړ ډول  د سولې  خبرواترو ته تیار دی ،  اودسولې لپاره  له پاکستان   خبرې اترې دحکومت  په ایجنډا کې شته دی .

  په همداوروستیو کلونو کې  دپاکستان او افغانستان  ترمینځ اړیکې  تر ډیره حده ترینګلی شوی دی . د اسلام اباد چارواکی ټینګار کوی  چې  داعش ترهه ګره ډله  ، دپاکستان  طالبانو تحریک  او نوره وسله والې ډلې  دافغانستان په داخل کې  مرکزونه لری . په مقابل کې    دکابل حکومت هم ورته  تورونه مطرح کوی  او ټینګار کوی ، چې  طالبانو ډله او  نوره  وسله والې ډلګۍ  دپاکستان په داخل کې فعالیتونه کوی او له هماغه ځایه   په افغانستان کې دورانکاریو لپاره پلانونه کوی اوبیا د ورانکاریو لپاره  جنګ ځپلی افغانستان ته ورځی .