واشنګټن په افغانستان کې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59515-واشنګټن_په_افغانستان_کې_ماته_خوړلې_ده
دجنرال پیټراؤس په وینا، له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان د امریکا دحملې له وخت راهسې تراوسه پورې په افغانستان کې جنګ هماغه راز دوام لری او ناکراری ډیر زیات شوی دی او ترهه ګرې ډلې لازیاتې پیاوړی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 11:20 Asia/Kabul
  •  واشنګټن په افغانستان کې   ماته  خوړلې ده

دجنرال پیټراؤس په وینا، له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان د امریکا دحملې له وخت راهسې تراوسه پورې په افغانستان کې جنګ هماغه راز دوام لری او ناکراری ډیر زیات شوی دی او ترهه ګرې ډلې لازیاتې پیاوړی شوی دی .

 زمونږخبریال راپور  راکړ   دامریکا یوه ریټایرډ جنرال   ډیویډ پیټراؤس  منلې ده  چې  په افغانستان کې   امریکائی پوځیان   په افغانستان کې  دامنیت په تامینولو  او دسولې او ثبات  په ټینګولو کې  ناکام شوی دی .

 هغه زیاته کړې  په  افغانستان  کې دامریکا   په قوماندانۍ  دبهرنیو  عسکرو شتون   دطالبانو ډلې او  داعش ترهه ګرو   په ځپنې کې  اغیزمن   نه دی .

 دجنرال پیټراؤس  په وینا،  له ۲۰۰۱کال څخه  په افغانستان د امریکا  دحملې له وخت راهسې  تراوسه پورې  په افغانستان کې جنګ هماغه راز دوام لری او   ناکراری ډیر زیات شوی دی  او ترهه ګرې ډلې لازیاتې پیاوړی شوی دی . 

  له دې مخکې  هم  دامریکا ځینو پخوانیو جنرالانو   په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون  ماته خوړلی بللی ؤ .

 دم ګړۍ   په افغانستان کې د څوارلس زره امریکائی عسکرو پشمول  کابو اولس زره بهرنی عسکر دیره دی .

 د سیمې  سیاسی چارو کارپیژاند اوشناندی  په دې اند دی چې  له افغانستانه یوازې  دبهرنیو عسکرو په وتلو سره  په دغه جنګ ځپلی هیواد  کې سوله او امنیت ټینګیدلی شی .