دافغانستان دسولې عالی شورادانډونیشیا له تجروبو په استفادې پسې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59519-دافغانستان_دسولې_عالی_شورادانډونیشیا_له_تجروبو_په_استفادې_پسې_ده
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په افغانستان کې د سولې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی اودطالبانو مشرانو تل ټینګار کړی دی ، د دغې ډلې دریځ به په افغانستان کې د امریکاپه قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو دشتون تروخت پورې بدل نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 11:48 Asia/Kabul
  •   دافغانستان دسولې عالی شورادانډونیشیا له تجروبو په استفادې پسې ده

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په افغانستان کې د سولې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی اودطالبانو مشرانو تل ټینګار کړی دی ، د دغې ډلې دریځ به په افغانستان کې د امریکاپه قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو دشتون تروخت پورې بدل نشی .

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستنا د سولې  دعالی شورا منشی  امین الدین مظفری  وئیلی دی،  دافغانستان د سولې  دعالی شورا  دمشر محمد کریم خلیلی  په مشرۍ د دغې شورا  لوړپوړی پلاوی   انډونیشیا ته تللی  ،څو   په افغانستان  کې د سولې دټینګیدو دلارو چارو  په باب د دغه  هیواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړی . 

 هغه  انډونیشیا ته  د  نوموړی پلاوی د سفر موخه  له وسلوالو ډلو سره   د سولې  په زمینې کې د دغه  هیواد له تجروبو  استفاده اعلان کړې  ده .

   دافغانستان د سولې دعالی شورا منشی  وئیلی دی ،  دافغانستان دسولې لوړه شورا  غواړی ،  دانډونیشیا  له تجروبو په استفادې سره  په دغه هیواد کې  دسولې بهیر  چټک کړی .

 داپه داسې حال کې دی چې  څه موده مخکې  دانډونشیا  خارجه وزیر   کابل ته په سفر کې  دافغانستان  دوسلې  له بهیر سره د مرستې  لپاره  چمتووالی اعلان کړی ؤ .

  په  عین حال کې  ډیری شناندی اوکارپوهان وائی   په افغانستان کې د سولې  خبرې اترې بندون  ته رسیدلی دی  اودطالبانو مشرانو تل ټینګار کړی دی ،  د دغې ډلې دریځ به   په افغانستان کې د   امریکاپه قوماندانۍ  دبهرنیو عسکرو دشتون  تروخت پورې بدل نشی .