افغان ملت د قاتلانو تر ساتور لاندې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59569-افغان_ملت_د_قاتلانو_تر_ساتور_لاندې
د اندېښنې ځاى دا دى چې دغه پېښې خو نور له معمول څخه ډېرې شوې، څومره چې بمبارۍ زياتې شوې، په همدې كچه ملكي مرګ ژوبله ورسره زياته شوې ده، نو چې حكومت پرې چوپ وي، د بهرنيانو خو ستراتېژي همدغه ده چې افغانستان د مرګونو او جګړو پر ډګر بدل كړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2017 08:29 Asia/Kabul
  • افغان ملت د قاتلانو تر ساتور لاندې

د اندېښنې ځاى دا دى چې دغه پېښې خو نور له معمول څخه ډېرې شوې، څومره چې بمبارۍ زياتې شوې، په همدې كچه ملكي مرګ ژوبله ورسره زياته شوې ده، نو چې حكومت پرې چوپ وي، د بهرنيانو خو ستراتېژي همدغه ده چې افغانستان د مرګونو او جګړو پر ډګر بدل كړي

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د بی پایلیټه الوتکو په حمله کی یو ځل بیا د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ لس ملکیان وژل شول . اوس د ملکیانو وژله نوره معمول شوی ده  ، لکه څرنګه چی د افغان عشکرو او طالبانو د تلفاتو خبرونه د رسندویو د ورځې معمول ګرځیدلی دی د امریکایی یا افغان عسکرو په هوایی حملو کی  د افغان ملکیانو وژله په یوه اونۍ کی یو ځل یا دوه نوری عادی پیښې ګرځیدلی دی ، حقیقت دا دی چی دا د افغانستان د مظلوم ملت قتل عام دی . ځو ورځې مخکی په کابل کی د ملګرو ملتو دفتر یوناما د ملکیانود وژلې په نسبت اندیښنه څرګنده کړه ، خو افغان چارواکی د دغه حکایت بیلګه دی چی وایی كوه بجنبد نه جنبد غلام محمد»  د امریکا د جنایتونو په وړاندی  نه یوازې چوپه خوله دي بلکې  د امريكا جنایتونه توجیهوی . له بده مرغه افغان چارواکی  نه د خپل ولس له سره د دغه وحشتونو په مخنيوي كې د كوم ګام توفيق مومي او نه يې په الفاظو د غندنې جرات  لري.

د اندېښنې ځاى دا دى چې دغه پېښې خو نور له معمول څخه ډېرې شوې، څومره چې بمبارۍ زياتې شوې، په همدې كچه ملكي مرګ ژوبله ورسره زياته شوې ده، نو چې حكومت پرې چوپ وي، د بهرنيانو خو ستراتېژي همدغه ده چې افغانستان د مرګونو او جګړو پر ډګر بدل كړي، داسې اپوزيسيون او داسې د ولس خواخوږي ګوندونه هم نشته چې غږ اوچت كړي، مدني اعتراضونه وكړي. يوازې پخوانى ولسمشر دى چې د هغه اعتراض هم په هديره كې آذان ته ورته دى چې هېڅ نه راغبرګېږي، نو كه دغه حالت روان وي افغان ولس خو برالا په بې تعريفه مرګ محكوم دى او باید هره ورځ وژلې ورکړی .

څو ورځې وړاندې د ډيورنډ کرښې  له پورې غاړې د پاكستان د توغندويي بريدونو په غبرګون كې د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې دغه غږ اوچت شو چې له امريكا سره بايد امنيتي تړون لغوه اعلان شي، ځكه چې زموږ ولس ته يې هېڅ ګټه ونه رسېده.

د ولسي جرګې پر دغه غږ هم هېڅ ونه شول او نه كېږي. ځكه چې دغسې غندنې او اعتراضونه تر ډېره هسې موسمي او هوايي شعارونه وي.

د دې يو علت دا دى چې ولسي جرګې په ټوله كې له خپله لاسه خپل وزن بايللى دى، كه ولسي جرګې يوازې همدغه د امنيتي تړون خبره جدي او مسوولانه را ونيوله او په ريښتيا يې امريكا او حكومت پكې په اصولي ډول راښكېل كړل چې بايد د دې تړون ګټه ثابته كړي كه نه نو لغوه دې ا علان شي.

بيا به ټول وګوري چې امريكا او افغان حكومت څنګه د افغان ملت غوښتنو ته غاړه کیږدوی او كه ملی پارلیمان  دا كار ونه كړي سياسي ګوندونه بايد د خپل ولس د دې بدې ورځې غم وخوري،  او که سیاسی ګوندونه هم دا مسولیت ترسره نکړی نو څوک باید خپل مسولیت اداه کړی ؟که ملت د قاتل له خونړیو پنجو ونه ژغوری نو بیا ګوندونه په کوم درد خوری  او حکومت څه معنا لری ؟او د ملت استازی د څه لپاره په پارلیمان کی ناست دی ؟